د لاس رسي وړ اتصالات

د ٣٠٠ کیلومترو په سرعت یو بل توفان د امریکا ختیځ گواښوي


اټکل کیږي چې د ایرما توفان به د یکشنبې په ورځ د فلوریدا سواحلو ته راورسیږي

استوایي توفان ایرما، د چهارشنبې په ورځ د کارابین ټاپوکانو په شمال کې د "لي وارْ" جزیرو نه په تیریدو شدید شوی او اوس د پنځه درجو په زورور توفان بدلیږي.

د امریکا د متحده ایالاتو د توفان پیژندنې ملي مرکز اعلان کړی دی چې د ایرما توفان به د یکشنبې تر ورځې د فلوریدا سواحلو ته راورسیږي.

اټکل کیږي چې د ایرما توفان به د چهارشنبې په ورځ پورتوریکو ته نژدې تیر شي او د پنجشنبې په سهار به د دومینکان ریپبلیک سواحل وځپي.

ددې توفان د باد چټکتیا په ساعت کې شاوخوا ۳۰۰ کیلومتره ده چې د اطلس په سمندر کې د باد تر ټولو سخت لگیدل گڼل شوي دي.

جمهور رئیس دونالد ټرمپ په پورتوریکو، د امریکا په ویرجن ټاپوگانو او فلوریدا کې بېړنی حالن اعلان کړی دی او د بیړنیو مرستو فدرالي ملي ادارې ته یې د تیاریو امر کړی دی.

د امریکا د فلوریدا ایالت والي د څو ساحلي سیمو اجباري تخلیه پیل کړې ده. د فلوریدا والي ریک سکات وایي "ټولو ته توصیه کوم چې د اجباري او په خپلې خوښې تخلیې په اړه د ایالتي مقام د فرمان پیروي وکړي... او په یاد ولرئ چې مونږ کولای شو ستاسو کورونه بیرته ورغوو خو که تاسې پخپله نابود شي نو نشو کولای چې بیرته مو راژوندي کړو".

د ایرما توفان د هاروي توفان نه لس ورځې وروسته د امریکا خاورې ته رانژدې کیږي. د هاروي توفان د تکزاس ایالت د سواحلو په ځپلو سره لږ تر لږه ٦٠ کسان ووژل او په زرگونو نور یې بې کوره کړل.

د کاترینا توفان چې یوه لسیزه دمخه د لویزیانا ایالت وځپه، پنځه درجې توفان و چې ٨١ میلیارده ډالر تاوان یې پیښ کړ.

XS
SM
MD
LG