د لاس رسي وړ اتصالات

د متیو توپان تراوسه پورې شاوخوا زر تنه مړه کړي


د متیو په نامه سمندري توپان اوس تقریبا یوه اونۍ کيږي چې ادامه لري او تراوسه پوري یې تقریبا زر کسان وژلي دي. توپان د کربین د وچو څخه پیل سو او د امریکا تر ختيځو ساحلي سیمو پوري راورسیدی.

د توپان اکثریت تلفات په هیتي کې رامنځ ته سوي دي.

هیتي د توپان د قربانیانو سره چې متاثره سوي دي ، د غم شریکۍ په هدف د درو ورځو ماتم اعلان کړی دی.

په امریکا کې د فلوریډا ایالت د شمال څخه د شمالي کرولینا تر ایالت پوري په ساحلي سیمه کې چې ۹۵۰ کیلومیټره ده، جدي سیلابونه راغلي دي او ځینې سیمې یې خرابې کړي دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د امریکا په څلورو ایالتونو کې اضطراري حالت اعلان کړی دی او د توپان له کبله تراوسه پوري په امریکا کې لږ تر لږه ۱۰ کسه مړه سوي دي.

د سیمې یوه اوسیدونکی جیمس رجستر داسې وویل ،،تاسي خرابي وینیْ د درختو ښاخې ماتي سوي دي او پر کور رازړیږي. هرڅوک چې دا ښاخې ماتوي باید ډیر احتیاط وکړي چې پر کورونه راونه لویږي.،،

د متیو په نامه توپان د یوې لسیزې په موده کې تر ټولو قوي سمندري توپان دی چې کېږي او د ثبت سویو سمندري توپانونو په لست کې د هغو توپانانو په ډله کې راځي چې زیات دوام یې کړی دی.

اوس مهال دا توپان د شمالي کرولینا په سیمه کې دی او په یوه ساعت کې یې سرعت ۱۲۰ کیلومیټړه دی. د توپان قوت اوس راکم سوی دی. یوه اونۍ مخکي کله چې توپان پیل سو نو سرعت یې تقریبا دوه چنده و.

دغه توپان په ډومنیک ریپبلیک، جمیکا، کیوبا او بهاماس کې زیاته خرابي کړې ده او ګڼ شمیر سیمو ته یې زیاته خساره وارده کړې ده.

XS
SM
MD
LG