د لاس رسي وړ اتصالات

د هیلري توپان د مکسیکو شمال لویدیځو برخو تر ځپلو وروسته امریکا ته مخه کړې


د هیلري توپان چې د باد چټکوالی چې په ساعت ۱۰۰ کیلو مټره دی، یکشنبه اګست ۲۰ (زمري۲۹) یې د مکسیکو شمال لویدیځې برخې وځپلې او اوس یې د متحده ایالاتو د کلفورنیا ایالت خوا ته مخه کړې.

د امریکا د توپان ملي مرکز خبرداری ورکړی چې د دې توپان له کبله ښایي د هیواد په جنوب لویدیځو ایالتونو کې خطرناک سیلابونه راشي.

دې مرکز خبرداری ورکړی چې د کلفورنیا ایالت باجا سیمه او ځیني سویل لویدیځو سیمو کې د خطرناکو او ویجاړونکو سیلابونو راتګ امکان شته دی.

چارواکو ویلي چې دې توپان چې سخت باران او باد ورسره مل دی د مکسیکو په شمال لویدیځ کې یې یو تن وژلی او په لومړي سر کې یې شدت ۴ درجې و خو وروسته چې د شمال په لور وخوځید، شدت یې یو څه کم شو.

د متحده ایالاتو د اضطراري چارو د تنظیم ادارې مشرې ډیني کریسویل د خلکو څخه غوښتي چې د دې توپان خطر دې جدي وبولي.

میرمن کریسویل، د سي ان ان تلویزیوني شبکې سره په مرکې کې وویل: "د هیلري توپان به د کلفورنیا په جنوبي برخو جدي اغیز ولري او مهم ګواښ دی."


د امریکا د توپان ملي مرکز ویلي چې ښایي ددې توپان له کبله د مکسیکو، کلفورنیا او نیواډا ځینو برخو کې تر ۲۵ سانتي مترو پورې باران وشي.


دې ادارې همدرانګه ویلي چې د توپان تر څنګ د کلفورنیا ایالت په لویدیځ، د نیواډا په سویل او یوتا ایالت په سویل لویدیځ کې بوربوړکۍ هم راشي.

د بیړنیو چارو د تنظیم ادارې وار د مخه خپل ټیمونه هغو سیمو ته استولي چې ښایي دا توپان پکې خلک وځپي او د کلفورنیا ایالت والي ګیون نیوسم د ایالت په جنوبي برخو کې بیړنی وضعیت اعلان کړی.

د دې ایالت چارواکو ویلي چې د هیلري توپان دومره زورور دی چې پدې ایالت کې یې په تیرو لسو کالونو کې ساری نشي.

مسؤلینو د سیمې د اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی چې د هیلري توپان ډیر خطرناک دی او دا خطر دې بابیزه نه بولي.

د مکسیکو حکومت هغو ایالتونو ته چې توپان پکې خلکو ته ډیر زیان رسولی، نږدې ۱۹ زره سرتیري یې استولي تر څو د خلکو سره مرستې وکړي. د دې هیواد د برښنا فدرالي ادارې هم ویلي چې ۸۰۰
کار کوونکي او سلګونه موټر یې استولي تر څو یقیني کړي چې خلک بريښنا ولري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG