د ایډا په نامه توپان د امریکا په جنوب کې د لویزیانیا ایالت ځپلی او د نیو آرلینز په ټول ایالت یې برېښنا پرې کړې.
دغه توپان د لویزیانیا ایالت سواحلو ته د یکشنبې په ماښام ورسېده. په اولو کې یې شدت ډېر زیات و چې وروسته یې بیا شدت راټیټ شو.
د کترنیا په نامه توپان دا سیمه په ۲۰۰۵ کال کې په همدې چټکوالي ځپلې وه.
د هوا پیژندنې مسؤلینو ویلي چې په توپان کې د باد چټکوالی په ساعت کې ۱۷۵ کیلو متره و. د نیو آرلینز په ایالت کې د برېښنا د چارو مسؤلینو ویلي چې په ټول ایالت برېښنا پرې شوې او یوازې جنراتوري برېښنا شته.
دغه ایالت کې د آیډا د توپان د راتګ نه وړاندې په شیبو شیبو باران ووریده او تیز باد ټول سهار د ایالت لارې کوڅې چې د خلکو نه تشې وې، وځپلې.
سره لدې چې خلکو د اوسیدو کورونو او دوکانونو مخې ته د شګو بورۍ ایښې وې خو بیا هم توپان ښیښې ماتې کړي او خلکو ته یې غټ مالي زیان اړولی.
د هوا پیژندنې ملي ادارې خبرداری ورکړی چې دا توپان ښایي "مرګونی وضعیت" رامنځ ته کړي او د سیمې د خلکو نه یې غوښتي چې د خپل سر او مال د خوندیتوب لپاره دې د ټولو لازمو اقداماتو نه کار واخلي.
د امریکا جمهور رئیس جو بایډن هم د ایډا توپان "ژوند ته خطر پیښونکی" بللی او ویلي چې دا توپان هر څه سره چې په مخه ورځي، له منځه وړي.
په همدې حال کې د لویزیانیا والي جان بل ایډوارډز ویلي چې د آیډا توپان دومره زورور دی چې د ۱۹۸۵ کال راپدیخوا دومره زورور توپان پدې ایالت کې ندی راغلی.