د خورشید تلویزیون د خبریالې حسنا سادات د مړینې په اړه ضد او نقیض خبرونه خپاره شوي دي.
په کابل کې د طالبانو امنیتي چارواکو د حسنا سادات د مړینې خبر تائید کړی دی.
په کابل کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د جمعې په ورځ ډسمبر لومړۍ نیټه (لیندۍ ۱۰) په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دا قضیه د پولیسو تر څېړنې لاندې ده.
هغه زیاته کړه چې د عدلي طب پایله ښیي چې دا "ښځه او میړه دواړه نشه وو."
ځینو سیمه ییزو رسنیو ویلي، چې حسنا سادات وروسته له هغه ځان د یوې لوړې ودانۍ له څلورم پوړ څخه غورځولی او ځان یې وژلی چې طالبانو یې پر کور برید وکړ.
خو ځدراڼ د جزئیاتو او اسنادو له وړاندې کولو پرته د سادات د "ځان وژنې" خبرونه رد کړل او هغه یې له حقیقته لرې وبلل.
د کابل امنیه قومندانۍ د معلوماتو له مخې، د دې قضیې په تړاو یو تن د لا زیاتو پلټنو لپاره نیول شوی دی.
فورم \ دبحث خونه