د لاس رسي وړ اتصالات

د سره صلیب نړیوالې کمیټې مشر ایران سره د افغان کډوالو په وضعیت غږیدلی


د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشر رابرټ ماردیني وایي تهران ته یې پخپل تازه سره کې د افغان کډالو په ناوړه وضعیت چې د طالبانو د راتګ څخه وروسته کډوال شوي د ایراني چارواکو سره خبرې کړي.

ښاغلي ماردیني په تهران کې د ایراني چارواکو سره د دوو ورځو ملاقاتونو څخه وروسته د فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکې کې وویل چې د افغانستان په هکله یې له ایراني چارواکو سره ډیر بحثونه وکړل.

هغه وویل، " خبرې مثبتې وې. مونږ یو بل ته سترګه په سترګه کتل."

د ایران د دولتي خبري اژانس ارنا د راپور له مخې په افغانستان کې د طالبانو د راتګ څخه وروسته څه باندې ۱ ملیون افغانان ایران ته کډه شوي او لا هم هره ورځ زرګونه نور د کار روزګار او یا اروپایي هیوادونو ته د پنا اخیستو په خاطر ایران ته اوړي.

د سره صلیب د نړیوالې مؤسسې مشر وایي د ایران د سرې میاشتې ادارې د چارواکو سره پدې غږیدلی څنګه افغان کډوالو او پنا غوښتونکو ته مهم روغتیایي خدمات برابر شي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت له مخې دم ګړۍ پدې هیواد کې شاوخوا ۵ ملیونه افغانان ژوند کوي.

د دې خیریه مؤسسې مشر پداسې حال کې په ایران کې د افغان کډوالو او پنا غوښتونکو په وضعیت خبرې کوي چې د ایران د کورنیو چارو وزیر وایي دې هیواد ته ګڼ شمیر افغان کډوال ورغلي او که پیژندګلوي یې ونشي، نه یوازې د کډوالو بلکې د ایران حکومت لپاره په یوې ستونزې بدلیدی شي.

احمد وحیدي پنجشنبه اپریل ۲۸ (غوایي۸) د بهرنیو کډوالو د چارو د تنظیم په یوې غونډې کې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو او هلته د طالبانو واک ته رسیدو ته په اشارې وویل چې دې وضعیت افغان ولس ته ډیرې ستونزې پیدا کړي او له همدې کبله ګڼ شمیر افغان کډوالو ایران ته مخه کړې.

ښاغلي وحیدي وویل چې د ایران حکومت د "انساني مسایلو" له مخې پدې ونه توانید چې د افغان کډولاو سره زشته رویه وکړي او هغوي پرې نږدي چې د ایران خاورې ته ننوزي خو زیاته یې کړه چې د دې افغان کډوالو پیژندګلوي یو "مهم اقدام" دی او که د هغوي پیژندګلوي ونشي نه یوازې افغان کډوالو بلکې د ایران حکومت ته ستونزې پیدا کوي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر پدې هیواد کې د میشتو افغان کډوالو څخه وغوښتل چې د خپلو نومونو د ثبتولو لپاره هغو مرکزونو ته ولاړ شي چې د وړاندې څخه ځانګړي شوي.

هغه وویل، " ټولو هغو افغان اتباعو ته چې د پیژندګلوۍ پدې بهیر کې برخه واخلي د اوسیدو لنډ مهاله اسناد ورکول کیږي او هغوي دې هیڅ ډول اندیښنه نلري".

XS
SM
MD
LG