د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ټاکنې: د استیناف غوښتنې څه باندې ۱۵۰۰ اعتراضونه ثبت شوي


د ټاکنیزو شکایتونو کمیسییون ولایتي دفترونو د شکایتونو د څیړنې کار د دوشنبې په ورځ ( مرغومی ۲۳مه) بشپړ کړ.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسییون ولایتي دفترونو د شکایتونو د څیړنې کار د دوشنبې په ورځ ( مرغومی ۲۳مه) بشپړ کړ.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي چې د دغه کمیسیون د ولایتي دفترونو پر پریکړو د استیناف غوښتنې لپاره د اعتراضونو د ثبتولو د درې ورځني بهیر په ترڅ کې یې د پنجشنبې تر غرمې ۱۵۶۲ اعتراضونه ثبت کړي دي.

د دغه کمیسیون ویاندې زرمینې کاکړ د پنجشنبې په ورځ ( مرغومی ۲۶ مه) امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا اعتراضونه په ۱۹ ولایتونو کې د ټاکنیزو ټیمونو له خوا ثبت شوي دي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون د ولایتي دفترونو پر پریکړو د استیناف غوښتنې لپاره د اعتراضونو د ثبت بهیر د سه شنبې په ورځ ( مرغومی ۲۴ مه) پیل شوی دی او ټاکل د پنجشنبې د ورځې تر پایه به پای ته ورسیږي.

د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې د اعتراضونو د ثبتولو د رسمي بهیر د پیل وړاندې هم په ۱۷ ولایتونو کې ټاکنیزو ټیمونو د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون د ولایتي دفترونو پر پریکړو ۷۶۹ اعتراضونه ثبت کړي وو.

خو میرمن کاکړ وايي، چې د رسمي بهیر د پیل وروسته اوس د ټولو ثبت شوو اعتراضونو شمیر تر پرون ورځې پورې نهه سوو ته رسیدلی دی.

د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون ویانده وايي، کیدای شي نن د پنجشنبې په ورځ هم نور اعتراضونه ثبت شي، چې ورسره به د ثبت شوو اعتراضونو شمیر هم لوړ لاړ شي.

تراوسه تر ټولو ډیر اعتراضونه د کونړ په ولایت کې، چې شمیر یې ۲۲۵ ته رسیږي ثبت شوي دي.

د کونړ وروسته ډیر اعتراضونه په لغمان او غور ولایتونو کې ثبت شوي دي. په لغمان کې ۱۷۷ او په غور کې ۱۴۲ اعتراضونه ثبت شوي دي.

تراوسه د بغلان په ولایت کې یو اعتراض ثبت شوی او پاتې نورو ۱۵ ولایتونو کې له دوو څخه تر نوي پورې د استناف غوښتنې لپاره اعتراضونه ثبت شوي دي.

تراوسه د کابل، بادغیس، پروان، پکتیکا،تخار، جوزجان، دایکنډي، سمنګان، فراه، لوګر، میدان وردک او هلمند ولایتونو کې د استناف غوښتنې لپاره د اعتراضونو د ثبتولو بهیر په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

د افغانستان د ټاکنو د قانون له مخې ټاکنیز ټیمونه نن د پنجشنبې د ورځې ترپایه د استیناف غوښتنې لپاره خپل اعتراضونه ثبتولی شي.

د اعتراضونو د ثبت د بهیر له پای ته رسیدلو وروسته به د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون په ۱۵ ورځو کې د دغو اعتراضونو د استیناف غوښتنې بهیر پیل او بشپړ کړي.

د اعتراضونو د څیړنې وروسته به دا کمیسیسون د خپلو څیړنو پایلې د د وروستیو پایلو د اعلان لپاره د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپاري.

XS
SM
MD
LG