د لاس رسي وړ اتصالات

متحده ایالاتو ته د مکسیکو څخه په بې ساري توګه غیر قانوني کډوالو مخه کړې


په متحده ایالاتو کې چارواکي وایي تیره میاشت د مکسیکو د لارې دومره ډیر شمیر غیر قانوني کډوالو ځانونه سرحد ته را رسولي و چې ساری یې نه درلود.

د امریکا د ګمرکاتو او سرحدي خوندیتوب ادارې مسؤلینو ویلي چې د سپټمبر په میاشت کې د ونزویلا، کیوبا او نیکاراګوا څخه دومره ډیرو غیرې قانوني کډوالو د سرحد څخه د تیریدو کوښښ کړی و چې هیڅکله په یو مالي کال کې یې ساری ندی لیدل شوی.

دې ادارې ویلي چې د سپټمپر په میاشت کې سرحدي ساتونکو ۲۲۷۵۴۷ ځله د مهاجرینو مخه نیولې ده د جمهور رئیس جو بایډن په دورې کې دریمه میاشت ده چې دومره ډیر شمیر مهاجرین په سرحد کې درول کیږي.

په راپور کې همدرانګه ویل شوي چې د اګست د میاشتې په پرتله د سپټمبر په میاشت کې د هغو مهاجرینو شمیر چې سرحدي ساتونکو متحده ایالاتو ته د اوښتو څخه منع کړي، ۱۱.۵ او د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر د میاشتې په پرتله ۱۸.۵ په سلو کې ډیر شوي.

د متحده ایالاتو سرحدي ساتونکو د سپټمبر په میاشت کې یوازې ۷۸ زره مهاجرین چې د ونزویلا، کیوبا او نیکاراګوا څخه یې ځانونه تر سرحده را راسولي و او غوښتل یې متحده ایالاتو ته په غیر قانوني توګه داخل شي، مخه یې نیولي ده.

دې ځواکونو همدارنګه د ۵۸ زرو نورو مهاجرینو مخه نیولې چې د مکسیکو او شمالي او مرکزي امریکا د دریو نورو هیوادونو څخه راغلي و.

د ونزویلا، کیوبا او نیکاراګوا سره د خرابو اړیکو له کبله متحده ایالات نشي کولی چې مهاجرین دې هیوادونو ته بیرته وشړي او له همدې کبله هغوي متحده ایالاتو ته پریښودل کیږي چې خپلې د مهاجرت قضیې پر مخ یوسي.

د دې غیر قانوني کډوالو شمیر پداسې حال کې ډیر شوی چې د جمهور رئیس جو بایډن حکومت ژمنه کړې ۲۴ زرو ونزویلایانو ته به د بشري ویزو د لارې د راتګ اجازه پدې شرط ورکړي چې د انټرنیټ د لارې غوښتنلیک وسپاري او مالي ملاتړ کوونکی ولري او د هوایي ډګر د لارې راشي.

متحده ایالاتو عین شرایط د اوکراینیانو لپاره هم ټاکلي.

XS
SM
MD
LG