د لاس رسي وړ اتصالات

د کندوز چاودنه کې ۷۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې


د امام صاحب د روغتون مخې ته خلک د نننۍ چاودنې مړو ته ګوري.
د امام صاحب د روغتون مخې ته خلک د نننۍ چاودنې مړو ته ګوري.

د کندوز ولایت د امام صیب ولسوالۍ په ودانۍ کې هغه وخت یو ځانمرګي په ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد و چول چې ددغې ولسوالۍ هغه ځای ته یې ځان رسولې و چې په لسګونو خلک د احصایی دفتر په دروازه کې راټول شوي وو.

د امام صیب ولسوال محمد ایوب حقیار وایې چې په دغه ځانمرګي برید کې یو دیرش تنه وژل شوي او نهه دیرش تنه نور ټپیان شوي دي، هغه وایې چې برید هغه وخت رامینځ ته شو چې یو زیات شمیر ملکي خلک د احصایی دفتر ته د تذکرو د اخیستو لپاره راټول شوي وو.

محمد ایوب حقیار زیاته کړه چې وژل شوي کسان ټول ملکي خلک دي، او دولتي مامورینو ته په دغه برید کې زیان نه دې رسیدلی.

د پیښې عیني شاهدان وایې چې دوي یوازې د چاودنې غږ واوریده خو کله چې د چاودنې ځای ته ورغلل په لسګونو خلک په وینو لیت پیت د چاودنې په ځای کې پراته وو، اسمعیل د امام صیب يو تن اوسیدونکې چې په دغه برید کې یې څو تنه کلیوال ټپیان شوي دي وایې چې د روغتون فرش او بسترونه ټول په وینو لړلي دي، او د روغتون په انګړ کې د په برید کې د وژل شوو کسانو جسدونه چې د بدن غړي یې ورسره بیل بیل پراته دي پراته دي.

د امام صیب د روغتون انګړ چې زیات شمیر خلک په کې د خپلو خپلوانو په جسدونو او ټپیانو پسې ګرځیدل له خلکو ډک و، د روغتون په انګړ کې وینې ځای ځای ډنډ ولاړې وې، د خلکو بوټانو د وینو رنګ اخیستې و او خاپونه یې د روغتون په کانکریټ شوي فرش له ورایه ښکاریده.

د سیمې اوسیدونکي ددغې پیښې په اړه وایې:

د نیمو نیمو جسدونو تر څنګ یې د هغوي د بدن غړي چې د چاودنې په نتیجه کې یې له بدن بیل شوي وو ایښودل شوي، تر څو وارثین یې پیدا شي او جسدونه ورته وسپاري.

د پیښې په ځای کې هم د وژ ل شو خلکو وینې او د بدن غړي چې ټوټه ټوټه وو لیدل کیدل، سیمه د پولیسو تر محاصرې لاندې وه او ولسوالۍ ته ټولې لارې د پولیسو له خوا تړل شوی وې.

XS
SM
MD
LG