د لاس رسي وړ اتصالات

د نړیوال وجهي صندوق مشرې د چین اقتصادي پالیسۍ وستایلې


CHINA IMF
CHINA IMF

د نړیوال وجهي صندوق ریسې کرستین لاگاردی نن په چین کی خپل دوه ورځنی سفر ددغه کمونستي ملک د اقتصادي پالیسیوو په ستاینې پای ته ورساوه. لاگارډي په پیکنگ کې د اقتصادي چارو رهبرانو او اوریدونکو ته وویل چې نړی د خطر نه شاته قدم اخستی دی، خو نورو عاجلو مالي اصلاحاتو ته ضرورت سته.

هغې وویل چې اروپایی رهبران باید د پورونو په باره کې بیداره و اوسي، دمالي اقداماتو عملي کیدل په ټینگه وڅاري او په یونان کې اقتصادی وضع په ځیر وڅاري. لاگارډي نن په پیکنگ کې په یوه بیان کی وویل چې د چین د مقاماتو دې توجه هغه ډیره وهڅوله چې یواځي د اقتصاد ودې ته یی پام نه دی کړی بلکې په غونډ هیواد کی یی په ټول ولس کی په پراخه اندازه دغی ودې ته پام کړیدی.

هغې په دغې غیر یقینی نړیوال اقتصادی حالت کې چین یوه روښنایی وبلله، او ویی ویل چې د پکنگ د اقتصادي ودې اوثبات د قوت نه پرته ، ښایی چې د نړی اقتصادي وضع لا پسې خرابه شي .

لاگاردی د چین نه وغوښتل چې د نړیوالې پالیسۍ په بحث کی خپل مهم رول ته ادامه ورکړي او دوامدارې هلې ځلې وکړی چې د چین د اقتصادی بدلون قوت پیدا کړي.

لاگاری د خپل سفر په دوران کی د چین د ولسمشر مرستیال، د چین د او نورو عالي رتبه مامورینو سره وکتل.

XS
SM
MD
LG