د لاس رسي وړ اتصالات

لویه څارنوالي: نږدې ۱۷۰۰ افغان نظامیان بندیان دي


د افغانستان لویه څارنوالي وایي، چې د یوې نوې څیړنې له مخې نږدې ۱۷۰۰ افغان نظامیان په زندانونو کې دي.

د دغې ادارې ویاند جمشید رسولي د پنجشنبې په ورځ اګست ۸ مې ( زمري ۱۷ مې) خبریالانو ته وه ویل، چې په دغه بندیانو کې ۹۴۵ ملي پولیس، ۴۵۵ د اردو منسوبین، ۸۳ د ملي امنیت کارکونکي او ۱۱۲ د عامه نظم، سرحدي او محلي پولیس شامل دي.

هغه وویل"وژنې، ناوړه ګټې اخیستنې،وهل ډبول، هغه جرمونه چې د دوې دندې پورې اړوند وه، ټپي کول، غلا، چل او فریب هغه جرمونه وه، چې دوې د دندې یا وروسته له دندې ترسره کړي دي".

خو د ښاغلي رسولي پر وینا لویه څارنوالي غواړي، چې ۲۸ د زمري، د افغانستان د خپلواکۍ د ورزې په مناسبت، یو شمیر دغه زنداني نظامیان آزاد کړي.

دغه بنسټ وایي، چې د یادو زندانیانو د خوشې کولو غوښتنلیک یې جمهوري ریاست ته لیږلی دی.د لویې څارنوالۍ ویاند وایي، هیله لري، چې جمهور رئیس د حدا قل زر تنو زندانیانو د خلاصیدو فرمان صادر کړي.

XS
SM
MD
LG