د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: د کشمیر ملاتړ جهاد دی او مونږ یې ملاتړ کوو


د پاکستان صدراعظم عمران خان وایي چې د کشمیریانو ملاتړ د "خدای په لار کې د جهاد" معنی لري او که نړۍ ورسره ونه دریږي، پاکستان ورسره ولاړ دی.

عمران خان د ملگرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې د کشمیر د ستونزې په هکله په تفصیل خبرې وکړلې او خبرداری یې ورکړ چې د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې د خلکو په ګرځیدو راګرځیدو د بندیز پای ته رسیدو نه وروسته به هلته "وینې وبهیږي".

د پاکستان صدراعظم هیواد ته د ستنیدو وروسته خپلو پلویانو ته وویل "که پاکستانیان د کمشیریانو سره ودریږي، کشمیریان پخپلې مبارزې کې کامیابیږي."

نوي ډهلي تیره میاشت د جمو او کشمیر ځانګړی حیثیت چې په اساسي قانون کې ورته د نیمه خودمختاره سیمې حیثیت ورکړل شوی و، لغوه کړ او هم یې سل ګونه زره پوځیان هلته میشت کړل.

د هند دې کار په کشمیر او پاکستان کې د خلکو غصه راوپاروله.

عمران خان په ملګرو ملتونو کې دا خبرداری هم ورکړ چې که هند او پاکستان د کشمیر په سر ونښلي، ښایي دا به د اتومي وسلو جنګ وي.

XS
SM
MD
LG