د لاس رسي وړ اتصالات

هند ښځينه افغان پوځیانو ته روزنه ورکوي


افغان ښځینه پوځیانې د پوځي تمرینونو پر وخت
افغان ښځینه پوځیانې د پوځي تمرینونو پر وخت

د هند پوځ د لومړي ځل لپاره یوه ډله افغان پوځیانې د چڼایي په پوځي اکاډمي کې روزي.

د افغانستان د ملي پوځ پدغو پوځیانو کې ١٧ تنه د ځمکنیو ځواکونو، درې تنه د هوایي پوځ، څو تنه د ځانگړو ځواکونو او یو شمیر نورې یې د دفاع وزارت د استخباراتي، ستراتیژۍ، عامه اړیکو، روغتیایي، مالي او قانوني چارو کارکوونکي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د امریکا غږ ته وویل چې په ټوله کې ۳۵ افغان ښځینه پوځیانې د دریو اونیو لپاره په هند کې د انگلیسي ژبې او "عمومي پوځي زده کړې" کوي.

په افغانستان کې د هند سفیر مانپریت اوهرا هندي رسنیو ته ویلي دي چې "ددې روزنیز پروگرام هدف دادی چې دغه منصبدارانې د فزیکي تمرینونو، تکتیکي چارو، ارتباطي او د مشرتابه مهارتونه په گډون په پوځي اساساتو پوه شي".

دا لمړی ځل دی چې هند افغان ښځینه پوځیانو ته مسلکي روزنه ورکوي، خو لدې وړاندې زرګونه افغان (نارینه) پوځيان د زرده کړو لپاره هند ته تللي و. هند دغه راز له افغان حکومت سره نورې پوځي مرستې هم کړي دي.

پاکستان

پداسې حال کې چې د افغانستان او هند ترمنځ تجارتي او پوځي اړیکې پراخې شوي، پاکستان امریکايي چارواکو ته اندیښنه څرګنده کړې چې ګواکي هند د افغانستان له خاورې د پاکستان ضد فعالیت کوي. افغان چارواکو دغه نیوکې بې بنسټه بللي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د افغان ښځینه پوځیانو دغه روزنیز پروگرام به د پاکستان د غبرگون سبب شي که نه، د امریکا غږ ته وویل چې "افغانستان د پاکستان مستعمره نه ده" او هر هغه څه به وکړي چې د هیواد گټې یې ایجابوي".

ښاغلي وزیري وویل "که پاکستان ترهگر ونه روزي، ښایي ټول افغان پوځیان په پاکستان کې وروزو".

د افغانستان د دفاع وزارت پلان لري چې په پوځ کې د میرمنو د شمولیت شمیره ١٠ فیصدو ته لوړه کړي. د اگست په میاشت کې د امریکا پوځ کانگرس ته په یو رپوټ کې وویل چې د افغانستان د دفاع په وزارت کې ۴٥٠٠ ښځې شته چې د هغوی له جملې نه ١٢٠٠ یې په پوځ کې او ١٠٠ یې په هوایي قواو کې کار کوي.

XS
SM
MD
LG