د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي پوځیان: افغانستان کې د امریکا نوې ستراتیژۍ گټه کړې


د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس افغانستان، هند او قطر ته د امریکا د ملاتړ په هکله ډاډ ورکړی دی
د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس افغانستان، هند او قطر ته د امریکا د ملاتړ په هکله ډاډ ورکړی دی

په افغانستان د ناټو د غوڅ ماموریت قوماندان ادعا کوي چې د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ نوې ستراتیژۍ خپل اثر ښودلی دی.

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نکلسن ویلي چې د افغانستان د شخړې په هکله د جمهور رئیس ټرمپ پالیسۍ د قواو مورال لوړ کړی، د طالبانو د پرمختگ مخه یې نیولې او له یاغیانو یې لاره ورکه کړې ده.

جنرال نکلسن وایي "مونږ یې [د ستراتیژۍ] اغیز د طالبانو پر مشرتابه باندې وینو. هغوی د کلونو راهیسې فکر کاوه چې مونږ [د افغانستان نه] وځو. اوس د وارسا [د ناټو] د نویو ژمنو او د امریکا د نوې پالیسۍ په وجه هغوی درک کړه چې مونږ نه وځو، نو دې کار هغوی بینظمه کړي دي".

د جنرال نکلسن څرگندونې په داسې حال کې کیږي چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د ملگرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې وویل چې د طالبانو مشران د ځوانانو په استخدامولو او جگړې ته په استولو سره جنایي جرمونه کوي او داعا یې وکړه چې د طالبانو روان تاوتریخوالي پخپله هغوی ته هم زیات ځاني تاوان اړولی دی.

جمهور رئیس غني وویل چې " په تیره یوه میاشت کې هغوی [طالبانو] څه دپاسه ۱۳۰۰ تنه له لاسه ورکړي او دغه وینه تویدنه غیر ضروري ده."

د اسیا د جنوب لپاره د امریکا د نوې پالیسۍ له اعلان وروسته یواځې د اگست په میاشت کې امریکایي قواو په افغانستان کې د طالبانو او داعش پر مرچلو باندې ٥٥٥ بمونه اچولي دي

د امریکایي پوځیانو په وینا د ٢٠١٢ کال راهیسې دا تر ټولو ستره بمباري ده چې په یوه میاشت کې د طالبانو او داعش پر ضد کیږي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ماموریت یو ویاند بیل سلفن، وایي د ٢٠١٧ کال د پیل راهیسې امریکایي ځواکونو په افغانستان کې د طالبانو او داعش پر مرچلو باندې په مجموعي توگه ۲۴۰۰ بمونه اچولي دي.

د ښاغلي سلفن په وینا، ۱۷۰۰ اچول شویو بمونو "ستراتیژیک اثرات" درلودلي دي ځکه دغه بمونه د جگړې په میدان کې موثر وو. هغه وایي ددغو بمونو استعمال ددې سبب شوی چې افغان ځواکونه زیاتې سیمې د طالبانو له ولکې وباسي.

د امریکا د نوې ستراتیژۍ په بنسټ د ښاغلي ټرمپ اداره ٣٠٠٠ نور امریکایي سرتیري افغانستان ته استوي چې هلته به د امریکایي قواو شمیر شاوخوا ١۴٠٠٠ زرو ته لوړ شي.

د امریکا نوې ستراتیژي همداشان پر پاکستان فشار راوړي چې د افغاني یاغي ډلو سره مرستې بندې کړي او له هند غواړي چې د افغانستان په ثبات او سوکالۍ کې ستر رول ولوبوي.

د امریکا د متحده ایالاتو د وروستیو معلوماتو له مخې د افغانستان ٦۴ فیصده وگړي په هغو سیمو کې اوسیږي چې د افغان حکومت تر کنترول او یبا نفوذ لاندې دي او پاته برخه یا د طالبانو په کنترول کې ده او یا هم پرې شخړه روانه ده. خو امریکایي چارواکي هیله من دي چې دا وضعیت به ژر بدل شي.

یو امریکایي لوړپوړي چارواکي ویلي چې ایتلافي ځواکونو د طالبانو د پرمختگ مخه نیولې ده او دا قواوی د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف د ټاکلي هدف سره سم پرمخ روان دي چې غواړي د ٢٠٢٠ پورې د افغانستان ٨٠ فیصده وگړي د دولت تر کنترول لاندې سیمو کې ژوند وکړي.

دغه چارواکي د افغانستان د پوځ د وړتیا پیاوړي کولو ته په اشارې ویلي چې په نژدې ورځو کې به افغان پیلوټان د بلک هاک هیلکوپترو پروازونه زده کړي او ددې هیواد هوایي پوځ به د اوه کلونو په ترڅ کې پوره عصري شي.

XS
SM
MD
LG