د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د استازو خونې ټرمپ استیضاح کړ


د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس د استازو خونې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ "د بلوا د تحریک" او د اعتراض کوونکو د هڅونې په تور چې د کانګرس پر ودانۍ باندې یې مرګونې یرغل وکړ استیضاح کړ.

د امریکا د کانګرس د استازو د خونې د چهارشنبې د ورځې جنورۍ ۱۳ (مرغومي ۲۴) په رای اچونه کې ۲۳۲ استازي د ښاغلي ټرمپ د استیضاح کولو پلوي او ۱۹۷ استازي مخالف وو. د ښاغلي ټرمپ لس ګوندي ملګرو یعني جمهوري غوښتونکو هم د هغه استضاح کولو ته رایه ورکړې ده.

دونالد ټرمپ چې یواځې یوه اونۍ یې د جمهوري ریاست د دورې پای رسیدو ته پاتې ده، د امریکا د متحده ایالاتو په تاریخ کې لومړنی جمهور رئیس دی چې دوه ځلې د استیضاح سره مخامخ کیږي.

د استازو د خونې مشرې ننسي پلوسي، ښاغلی ټرمپ "آزادۍ" او "د قانون حاکمیت ته ګواښ" وګاڼه.

خو جمهوري غوښتونکي استازي جیم جوردن، چې د ښاغلي ټرمپ سخت ملاتړی دی وویل: "استیضاح هیواد نه متحد کوي. دا سیاسي لوبه ده. دموکراتان غواړي جمهور رئیس حذف کړي."

اوس د سنا وار دی چې پر جمهور رئیس ټرمپ باندې د لګیدلو تورونو په هکله رای ګیري وکړي. که د سنا مجلس هم دغه لګیدلي تورونه تائید کړي ښاغلي ټرمپ به د تل لپاره په انتخابانو له ګډون کولو محروم شي.

دې ته په پاملرنې سره چې یواځې څو ورځې د ښاغلي ټرمپ د کاري دورې پای ته پاته دي، داسې نه ښکاري چې هغه به د خپلې دورې د پای دمخه د سپینې ماڼۍ څخه وتلو ته مجبور شي.

له بلې خوا د امریکا سنا چې جمهوري غوښتونکي په کې اکثریت دي نه ښایي چې تر رانلونکې اونۍ پورې دې پدې اړه غونډه وکړي.

د استیضاح د تورونو په سند کې راغلي دي چې که دونالد ټرمپ ته اجازه ورکړل شي چې کار ته دوام ورکړي هغه ښودلي دي چې ښایي ملي امنیت، دموکراسۍ او اساسي قانون ته د یو ګواښ په توګه پاته شي.

پدې څلور پاڼیز سند کې لیکل شوي چې ښاغلي ټرمپ تور لګولی دی چې په انتخابانو کې درغلي شوې ده او د جورجیا ایالت پر مقاماتو باندې یې فشار اچولی دی او همداشان خپل ملاتړي یې هڅولي چې د کانګرس په لور لاریون وکړي او د ملت استازي تر فشار لاندې ونیسي چې د انتخاباتو نتیجې بدلې کړي.

د امریکا د استازو خونې د ۲۰۱۹ کال په پای کې هم د ښاغلي ټرمپ د استیضاح کولو طرحه تائید کړې وه خو ښاغلی ټرمپ د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې د سنا له خوا چې جمهوري غوښتونکي په کې اکثریت دي له استیضاح کولو خلاص شو.

XS
SM
MD
LG