د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د عثماني امپراتورۍ له خوا د ارمنیانو وژنه 'نسل وژنه' وګڼله


د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن

په یو تاریخي اقدام کې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن په ۱۹۱۵کې د عثماني امپراتورۍ له لورې د ارمنیانو وژنه "نسلوژنه"ګڼلې ده.

د لسیزو راهیسې سپینې ماڼۍ د دغه پیښې د بیان لپاره له احتیاط نه کار اخیستی و، خو پدې هکله د جو بایډن تصمیم کیدای شي د امریکا او ترکیې خړې پړې اړیکې نورې هم کړکیچنې کړي.

د ترکیې حکومت او د هغه مخالفو ګوندونو په متحده توګه د ښاغلي بایډن تصمیم غندلی دی. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو، دغه تصمیم "په بشپړه توګه عوام‌فریبانه"ګڼلی او مخالف ګوند هم هغه "ستره تیروتنه"بللې ده.

خو ارمنیانو ددغه تصمیم هرکلی کړی او د ارمنستان صدراعظم د هغې څخه د هرکلي په مقصد د امریکا جمهور رئیس ته یو لیک استولی دی.

جوبایډن په خپله اعلامیه کې لیکلي دي: "ارمني مهاجرینو د لسیزو راهیسې د بې شمیره لارو څځه د امریکا په متحده ایلاتو کې خپله ونډه ادا کړې، خو هیڅکله یې خپل دردونکی تاریخ ندی هیر کړی."

ښاغلي بایډن زیاته کړې: "مونږ د هغوی کیسې ته درناوی کوو. درد یې وینو. او د هغوی د تاریخ شاهدان یو. زمونږ دغه اقدام د چا د مقصر ګڼلو لپاره ندی، په دې دلیل دی چې نور دغه ډول پیښه تکرار نشي."

پدې ترڅ کې د سپینې ماڼۍ یو لوړپوړي مقام خبریالانو ته وویل چې واشنګټن لاهم ترکیه د ناټو د تړون خپل اصلي متحد ګڼي او ټینګار یې وکړ چې امریکا د ترکیې او ارمنستان د پخلاینې غوښتونکې ده.

د څو لسیزو راهیسې د امریکا جمهورو رئیسانو د ترکیې او امریکا د اړیکو د خرابیدو د اندیښنې له وجې د ارمنیانو دغې وژنې ته یې د نسل‌ وژنېله ویلو او نومولو څخه ډډه کړې وه. رونالد ریګن دامریکا یواځنی جمهور رئیس و چې دغه پیښه یې نسل‌ وژنه کڼلې وه.

ترکیه دا مني چې زیات شمیر ارمنیان د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترڅ کې د عثماني ترکیې له خوا وژل شوي دي، خو همداشان ټینګار کوي چې ددې جګړې د تلفاتو شمیرې لوړې ښودل شوې دي او وایي د هغوی د وژنې څرنګوالی د "نسل‌ وژني"ځانګړتیا نلري.

تاریخ لیکونکي اټکل کوي چې د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترڅ کې شاوخوا یو میلیون او پنځه سوه زره ارمنیان د ترکیې د عثماني امپراتورۍ له خوا وژل شوي دي چې اکثر کارپوهان دغه پیښه د شلمې پیړۍ لومړنۍ نسل وژنه ګڼي.

نسل وژنه د ملګرو ملتونو د ۱۹۴۸کال د دسمبر د کنوانسیون له مخې د بشریت ضد تر ټولو سخت جنایت ګڼل شوی دی. هر هغه اقدام چې د یو ملت، قومي، فرقه یي، نژادي او یا مذهبي ډلې د بشپړه او یا قسمي له منځه وړلو لپاره وشي، نسل وژنه بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG