د ورځې غوره تصویرونه
۱
فرانسه کې د قیمتۍ په ضد د مظاهرو په لړ کې، پاریس کې د سېن له سیند څخه د سیلانیانو بېړۍ تېرېږي، او شاته د نوتردام مشهوره کلیسا او لوګي ښکاري.
۲
فرانسه کې د قیمتۍ په ضد د مظاهرو په لړ کې، د پاریس د جمهوریت څلورلاري کې یو لاریون کوونکي د صلیب نښان نیولی چې پرې لیکل شوي: «مینه به بریالۍ شي.»
۳
د فرانسې پایتخت پاریس کې د تاوتریخوالي څخه ډکو مظاهرو وروسته حال. د ژوند د لوړو لګښتونو خلاف دا مظاهرې په ټوله فرانسې کې خپرې شوي دي.
۴
د ۲۰۲۶ د ښځو بایسکل ځغلولو (UCI Track) په نړیوالو سیالیو کې د روسیې الینا لیسینکو (منځنۍ) لومړی، د جرمني لیا سوفي فریدریش (چپ) دوهم او د بریتانیا ایما فینوکین دریم مقام وګاټه.