د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کوکنارو څخه د بزګرانو عاید درې چنده ډیر شوی - راپور


طالبانو د کوکنارو په کښت بندیز لګولی خو ملګري ملتونه وایي دا چې بزګرانو یې سږکال ګټه لیدلې، ښایي د بل کال لپآره هم خلک دا خطر په ځان ومني او کوکنار وکري.
طالبانو د کوکنارو په کښت بندیز لګولی خو ملګري ملتونه وایي دا چې بزګرانو یې سږکال ګټه لیدلې، ښایي د بل کال لپآره هم خلک دا خطر په ځان ومني او کوکنار وکري.

د مخدره موادو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې پخپل تازه راپور کې ویلي چې سږ کال په افغانستان کې د تیر کال په پرتله د کوکناور په کرکیلې کې ۳۲ په سلو کې ډیروالی راغلی.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسیدو راپدیخوا د کوکنارو د کښت په هکله پخپل لومړني راپور کې سه شنبه نومبر اول (لړم ۱۰) ویلي چې سږ کال بزګرانو د تیر کال په پرتله د کوکنارو د کښت څخه ډیرې پیسې تر لاسه کړي.

افغانستان په نړۍ کې د کوکنارو تر ټولو ستر تولیدونکی هیواد دی چې پدې تیرو څو کالونو کې یې نه یوازې تولید بلکې صادارت هم ډیر شوي.

سره لدې چې طالبانو د همدې روان ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې د کوکنارو په کرلو بندیز ولګاوه خو د مخدره موادو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې پخپل راپور کې ویلي چې د طالبانو د همدې اقدام له کبله د هیروینو بیه ډیره لوړه شوه.

پدې راپور کې همدارنګه ویل شوي چې سږ کال په افغانستان کې په ۲۳۳ زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي و او ۳۲ په سلو کې پکې ډیروالی راغلی. په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې د ۱۹۹۴ کال راپدیخوا دومره ډیر کوکنار په افغانستان کې نه و کرل شوي.

د (UNODC) په راپور کې همدرانګه ویل شوي چې سږ کال په افغانستان کې بزګرانو د کوکنارو د کښت څخه دومره ډیر عاید درلود چې پدې تیرو څو کالونو کې یې ساری ندی لیدل شوی.
په راپور کې ویل شوي چې تیر کال بزګرانو ددې بوټي د کرکېلې څخه ۴۲۵ ملیون ډالر تر لاسه کړي و پداسې حال کې چې په ۲۰۲۲ کال کې دا رقم ۱.۴ میلیارد ډالرو ته پورته شوی.


افغان بزګران د همدې روانې نومبر په میاشت کې پریکړه کوي چې آیا د بل کال لپاره هم کوکنار وکري که نه.

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو سره د مبارزې ادارې په راپور کې ویل شوي دا چې سږ کال بزګرانو ډیره ګټه تر لاسه کړې ښایي د طالبانو لخوا د بندیز خطر به په ځان ومني او کوکنار به وکري.

د نړۍ تقریباً د ۸۰ څخه تر ۹۰ په سلو کې اپین او پوډر په افغانستان کې د کرل شویو کوکنارو څخه تر لاسه کیږي.

طالبانو پخپل تیر حکومت کې هم د کوکنارو په کښت بندیز لګولی ړ او د متحده ایالاتو په مشرۍ د ناټو ځواکونو هم پدې تیرو شلو کالونو کې بزګرانو ته د بدیل کښت په ورکولو سره کوښښ وکړ چې ددې بوټي د کرکیلي څخه خلک وګرځوي.

سره لدې چې د افغانستان د مخکني حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې کوکنار نه کرل کیدل خو مبصرین وایي هغه سیمې چې د طالبانو په لاس کې وې دا بوټی پکې کرل کیده او د همدې بوټي د کاروبار څخه یې میلیونونه ډالر تر لاسه کول.


طالبانو چې تیر کال د اګست په میاشت کې یې حکومت تر لاسه کړی تر اوسه د نړۍ هیڅ یو هیواد یا ادارې یې سر پرست حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.

دې ډلې تر اوسه د ملګرو ملتونو پدې راپور تبصره نده کړې.

XS
SM
MD
LG