د لاس رسي وړ اتصالات

هندیان د لوڼو پر ځای زامن غواړي


هندیان د لوڼو پر ځای زامن غواړي
هندیان د لوڼو پر ځای زامن غواړي

په هند کې زیات شمیر کورنۍ سقط جین یا د مور په ګیډه کې ماشوم وژني او دا کار پدې خاطر کوي چې د ښځینه ماشوم پر ځای نارینه ماشوم دنیا ته راوړي.

یوه نړیواله څیړنه چې د همدې اونۍ په سرکې خپره شویده، ښیي چې په ټول هند کې د نجونو په پرتله د هلکانو زیږون زیات شویدی.

په هند کې د ماشومانو د زیږون په اړه دغه څیړنه د روغتیا د نړیوالې څیړنې په نامه یوې ادارې کړیده چې مرکز یې په کاناډا کې دی. دغې ادارې په هند کې د دوه سوه او پنځوس زره هغو ماشومانو په اړه مالومات راټول کړیدي چې د 1980 او 2005 کالونو تر مینځ زیږیدلي دي. د څیړنې هدف دا ؤ چې مالومه شي چې آیا په ریښتیا هم په هند کې د ښځینه ماشوم په پرتله نارینه ماشوم ته د خلکو تمایل زیات شویدی او که نه.

په څیړنې کې دا مالومه شویده چې په هند کې د نجونو زیږیدل زیات کم شویدي، رپوټ وایي چې په 1990 میلادي کال کې په اوسط ډول په زرو ماشومانو کې 906 به یې جینکۍ وې خو په 2005 کال کې په اوسط ډول په زرو ماشومانو کې 836 یې جنکې وې. پروفیسر پربهات جیها چې د دغې څیړنې د ډلې مشر دی وایي دې او د څیړنې نور همکاران یې پدې باور دي چې په هند کې زیات خلک اوس ښځینه ماشوم د مور په ګیډې کې وژني او دا کار پدې خاطر کوي چې ښځینه ماشوم دنیا ته رانه وړي.

" پدې تیرو څو لسیزو کې د ښځینه ماشومانو سقط جنین ( یا د مور په ګیډه کې د ماشوم وژل کیدل زیات شویدي) داسې ښکاري چې په تیرو دیرشو کالونو کې به 12 میلونه جینکۍ د مور په ګیډې کې وژل شوي وي او د دغو ماشومانو نیمایي یې د دوه زرم کال نه راپدیخوا وژل شویدي. "

جیها وایي په هغو کورنیو کې د جینکیو زیږیدل کم شویدي چې په کاله کې یې یوه نجلۍ د مخکې نه پیدا شوي وي. همدارنګه هغه کورنۍ چې عاید یې زیات وي ، په هغوي کې هم د ښځینه ماشومانو پیدا کیدل کم شویدي. خو په غریبو کورنیو کې بیا دا کار ندی شوی.

" زمونږ د څیړنو نه مالومیږي چې د مور په ګیډې کې د ښځینه ماشومانو وژل، زیاتره هغو کورنیو کړیدی چې زیات مال او دولت لري او یا تعلیم یافته دي. "

هندیان د لوڼو پر ځای زامن غواړي
هندیان د لوڼو پر ځای زامن غواړي

د نارینه ماشوم لپاره ترجیح ورکول د هند په کولتور کې پخوانۍ ریښې لري. د هند د وګړو د شمار د ادارې یوه پخوانۍ کارکوونکې شایلاجا چندرا وایي چې د نارینه ماشوم په پیدا کیدو باندې خلک خوشحالي کوي او جشنونه جوړوي خو کله چې په یوه کاله کې نجلۍ پیدا شي نو دا په هغې کورنۍ باندې د غم او خپګان خبر دی. میرمن چندرا وایي یو دلیل یې هم چې ولې خلک د نجلۍ په پیدا کیدو باندې خپه کیږي دا دی چې د واده پروخت باید چې د نجلۍ کورنۍ د خپلې لور سره د هلک کورنۍ ته د جهیز، تحفې او د خپل دارایي یوه برخه ورکړي.

" خلک نه غواړي چې د بل چا سره خپل مال او دولت شریک کړي، هغوي غواړي چې کاروبار یې د کورنۍ نه بهر نشي او دا هم نه غواړي چې خپل جایداد بل چا ته ورکړي. ځینې کورنۍ وایي که د نجلۍ سره جهیز او نور شیان د هلک کورنۍ ته ورنکړو نو په هغو پیسو به نور شیان واخلو او خپل کار به پرې کوو. د مثال په ډول د زامنو د ښوونې او روزنې او یا د خپل کور د جوړولو او نورو شیانو به یې ولګوو. "

میرمن چندار همدارنګه وایي چې په هند کې خلک پدې عقیده دي چې په یوې کورنۍ کې هلک کولی شي د خپلې کورنۍ نوم وساتي، کله چې مور پلار زړیږي نو هلک کولی شي د هغوي ښه خدمت وکړي او د نجلۍ په برخې کې بیا وایي چې دا په کاله باندې یو ډول بار او بوج ده ځکه چې کورنۍ هر وخت باید چې د هغې خیال وساتي. چندرا همدارنګه وایي چې که چیرته نجلۍ ښوونځي او یا کالج ته ځي نو د کورنۍ سره زیاته اندیښنه وي چې په لار کې به پرې څه کیږي خو هلک د کومې ستونزې نه پرته ښوونځي ته ځي او بیرته راځي.

سقط جنین یا د مور په ګیډې کې د ماشوم وژل په هند کې قانوني دي خو دا د یوه ډاکټر لپاره غیرې قانوني دی چې د وژل شوي ماشوم کورنۍ ته ووایي چې د هغوي وژل شوي ماشوم هلکه ؤ او که نجلۍ.

XS
SM
MD
LG