د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې پر ښځو د تیزابو بریدونه تر نورو هېوادونو زیات دي


نولس کلنه روپا او اتلس کلنه ریتو په نوي ډیلي کې د لوږې د اعتصاب په وخت.
نولس کلنه روپا او اتلس کلنه ریتو په نوي ډیلي کې د لوږې د اعتصاب په وخت.

پر ډیرو ښځو د تیزابو بریدونه د کورني تاوتریخوالي، د ملکیت په سر جنجال او د ښځو له لورې د نارینو د ناوړه جنسي خواهشاتو د ردولو نتیجه ده.

هند د ښځو پر ضد له تشدد سره لاس او گریوان دی. په دغه هېواد کې پر ښځو د تېزابو د بریدونو شمېر د نورو هېوادونو په پرتله زیات دی.

په دې رپوټ کې د هند د یوه شمالي ښار اگرې دیو څو داسی قربانیانو حال بیان شوی دی چې د تېزابو له برید نه روغې شوې دي، خو په ټولنه کې د بیاځای پېداکولو هڅې روانې دي.

په اگره کې د "شېروز هنگ اوټ" کافي کې مشتریان زښت ډیر دي. ډالي کماری دې کافي ته د اول ځل لپاره راغلې ده. د پنځه لس کلنې ډالي کماري پر مخ یو سړي وروسته له هغې نه تېزاب شیندلي وو، چې د هغه جنسي غوښتنه ېې رد کړله.

دغه سړی تر ډالي کماري شل کاله مشر و. ډالي کماري وايي په اوله کې به زه دومره پټ مخ گرځېدمه چې سترگې به مې هم نه ښکارېدلې.

ډالي کماری تېرکال په دې کافي کې په سوونو مشتریانو سره خبرې وکړلې، او له همدې امله د هغې د مخ څرگندولو وېره کمه شوه. د هغې پرمخ اوس هم ژور تور داغونه ښکاري. هغه اوس غواړي چی خپلې زده کړې بېرته پیل کاندي. د تیزابو تردې برید مخکې هغه ډېره تکړه شاگرده وه.

ډالي کماري وايي " اوس زه په ځان باور لرم، اوس زړه وره شوې یم او له هر چا سره خبرې کولی شم. زه هم ژوند لرم."

په نوي ډیلي کې یوې غېر دولتی ادارې ) Stop Acid Attack) چې د نوم ترجمه ېې " دتیزابو بریدونه بند کړئ" کېدلی شي. دغې ادارې یا ((SAA یو کال مخکې د شیروز هنگ اوټ کافي په دې نیت جوړه کړه وه چی د ډالی کماری په څېر نجونو سره چی دتیزابو د برید قرباني شوي دي، سره مرسته وکړي.

په هند کې پر زیاترو ښځو دتیزابو د بریدونو لاملونه کورنی تاوتریخوالی، د ملکیت په سر جنجال کېږي. پردې سربېره د ښځو له خوانه د نارینه و د جنسي خواهشاتو ردول، یا د زور واده ته غاړه نه کېښودل هم پکی شامل دي.

الوک ډکشېټ د " دتیزابو بریدونه بند کړئ" ادارې موئسس وايي د تېزابو قربانیان د ټولنېزې انزوا له امله رنځ گالي. د تیزابو له برید نه وروسته په ټولنه کې دهغوی یوازېتوب حتی په خپله له برید نه هم ډېر دردناک وي. موږ غواړو دغه بدلون په نرمه لاره منځته راولو، نه داچی مظاهرې وکړواو یا تش شعارونه ورکړو.

الوک ډکشېټ وايی:.. موږ غواړوله دغه نظر سره مقابله وکړو چې تاسې د یو چا د مخ په بربادولو دهغوی ژوند نشئ بربادولی.

الوک زیاتوي په دې توگه موږ د تیزابو له قربانیانو سره دامرسته کوو چی له خلکو سره راشه درشه او خبرې وکړي.

په ټولنه کې د بیا منل کیدلو اسرې له 23 کلنې روپا سره هم په ژوند کې د یو نوي مقصد لرلو هیله پېدا کړېده. د هغې مېرې مور په 2008 کال کې د هغې پر مخ تیزاب شیندلي وو. روپا اوس غواړي د جامو د فیشن ډیزاین جوړوونکې شي. دهغې ډیزاین کړې جامې نندارې ته ایښودل شوې دي.

روپا چی اوس دتیزابو له برید نه جوړه شوېده، وايي:.. ټولنه اوس سوکه سوکه موږ قبلوي او زموږملاتړ کوي، خلک راځي او له موږ سره خبرې کوي.

د "د تیزابو بریدونه بند کړئ" ادارې نیت کړی دی چی درې نورځایونه په نوي ډیلي، لکنوو، او اودی پور کې جوړکړي. دا کوچنی گام دی خو د ښځوخلاف د تشدد په کمولو کې یو امید بښونکی گام دی.

XS
SM
MD
LG