د لاس رسي وړ اتصالات

د هند په کلیوالي سیمو کې ډیجیټلي راکړه ورکړه عامه شوې


په هند کې د یوه نوښت په نتیجه کې په میلیونونو خلکو ته د انټرنیټ لاسرسی ممکن شوی او د نویو ډیجیټل ټکنالوژیو کارولو ته یې لاره هواره کړې ده.

له دغو ټکنالوژیو څخه یوه هم د پیسو د ورکړې یو سیستم دی چې د دغه هیواد په کلیوالو سیمو کې یې د تجارتي راکړې ورکړې په څرنګوالي کې ژور بدلون رامنځ ته کړی دی.

د هند په شمال کې د کلي په یو دوکان کې له تیر کال راهیسې مشتریان د نغدو پیسو پر ځای په خپل موبایل ټیلیفون کې د یوه کوډ په سکن کولو سره په آنلاین بڼه د سودا پیسې ورکوي.

نیشانت شرما د د سبزیو ددې غرفې مالک دی او وايي، حتی که څوک نیم کیلوګرام سبزي هم واخلي، کولی شي چې په ډیجیټلې بڼه یې پیسې ورکړي.

په هند کې اوس د کم عاید لرونکو خلکو ته هم انټرنیټ ته لاسرسی شونی شوی او ارزان بیه ځیرک ټلیفونونه پېرودلی شي. په همدې خاطر کوچنیو غرفو او دوکانونوهم د لویو ښارونو په څېر د پیسو د ډیجیټلي راکړې ورکړې سیستم ته مخه کړېده.

دوی د ډیبټ یا کریډت کارتونو پرځای د پیسو د ورکړې یو بل سیستم کاروي چې ارزانه، اسانه او چټک دی.

د هند صدراعظم نریندر مودي د هند د ازادۍ په ورځ وویل، دا ډول نوښتونه کلیوالو سیمو ته ګټه رسوي.

هغه وویل: "اوس د نړۍ په کچه د ټولې ډیجیټلي راکړې ورکړې ۴۰ سلنه په هند کې ترسره کیږي".

اکهیلیش شرما د طبي توکو د دوکان څښتن دی او وايي، شاوخوا ۷۰ سلنه مشتریانو یې د موبایل تلیفون له لارې د پیسو ورکړې ته مخه کړې او د ده کار یې اسانه کړی دی.

هغه زیاتوي، کله چې زه د خپل دوکان په حساب ک د فون پې یا ګوګل پې اپلیکیشن خلاص کړم، پیسې را جمع شوي وي او زه له سیستم څخه په اسانۍ سره خپل بِل جلا کړم".

دغه دوکاندار وايي، که نغدې پیسې واخلي، باید ویې شمېري، چې دغه پروسه یو څه اوږده ده. له هغه وروسته باید بانک ته ولاړ شي او خپلې پیسې تحویل کړي.

ډیجیټلي راکړه ورکړه د هند د کليوالي سیمو په جمعه بازارانو او نندارتونونو کې هم عامه شوې او ګټوره ثابتیږي. د غرفو مالکان نور د پیسو د خوندي ساتلو اندېښنه نه لري او مشتریان اړ نه دي چې نغدې پیسې ولېږدوي.

یو پېرودونکی وايي، مخکې به د ګڼې ګوڼې په ډکو ځایویو کې د خپلې جیبې بکسې له غلا کېدو په وېره کې وو خو اوس د پیسو د ورکړې لپاره یوازې خپل تلیفون کاروي.

یو بل مشتري وايي، ددغه نوي سیستم په نتیجه کې نور اړتیا نلري چې د اې ټي ام ماشین یا بانک ته په اوږده کتار کې ودریږي.

خو د دغه سیستم په وړاندې اوس هم یو شمېر خنډونه پراته دي. د انټرنیټ سرعت یوه ننګونه ده، که څه هم په هند کې اوس ۷۰۰ میلیونه خلک انټرنیټ ته لاسرسی لري، خو ډیر هندیان لا تر اوسه انټرنیت نه لري.

XS
SM
MD
LG