د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې فیلان یاغي شوي


په هند کې فیلان یاغي شوي
په هند کې فیلان یاغي شوي

سیمه اییز خبری اژانسونه خبر راکوی چی پرون د هندوستان په جنوبی برخه کی دوه فیلانو سر اخیستی و او د مالی او حتی ځانی زیان سبب شول.

ددی فیلانو د یاغی کیدو په پېښه کی یو تن وژل شوی او څو تنه ټپی شوي دي او یو شمیر موټرونو ته هم زیان رسیدلای دی.

په هغه ویدیو کی چی د کرناتیکا د میسور د ښار په باب د تلویزیون له لاری خپره شوه ددې دوه فیلانو نه یو وښودل شو چی په خورا غصی یوه غوا تر پښو لاندې کوي. په هند کی هر کال پر ښارونو باندی د وحشی حیواناتو د ناڅاپي تیریو په نتیجه کی چې د خوراکی موادو په لټه کی وي، سلهاو انسانان وژل کیږی.

XS
SM
MD
LG