د هند حکومت د پنجشنبې په ورځ، د جولای په ۲۳مه، د ازموینو د پوښتنپاڼو د افشا کېدو پر ضد له اعتراض کوونکو محصلینو وغوښتل چې له حکومت سره خبرو ته کښیني، خو معترضینو او د مخالفو ګوندونو مشرانو دا وړاندیز رد کړ او یو ځل بیا یې د پوهنې د وزیر د استعفا غوښتنه وکړه.
د اټومي انرژۍ وزیر جیتندرا سنګ وویل چې حکومت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څلور ځله د خبرو وړاندیز کړی او زیاته یې کړه چې صدراعظم نریندرا مودي د ځوانانو هوساینه او راتلونکی خپل لومړیتوب ګڼي.
هغه وویل، "هر وخت چې تاسو وغواړئ، حکومت خبرو ته چمتو دی. "
خو اعتراض کوونکو او مخالفو سیاسي ګوندونو ویلي چې تر هرڅه وړاندې باید د پوهنې وزیر درمندرا پردهان له خپلې دندې استعفا وکړي. د همدې موضوع له امله د هند پارلمان هم د روانې اوونۍ د څلورمې ورځې لپاره د مخالفو ګوندونو له اعتراضونو سره مخ شو.
دغه اعتراضونه د ۲۰۱۴ کال راهیسې، چې نریندرا مودي د هیواد د صدراعظم په توګه واک ته رسېدلی، د هغه د حکومت پر وړاندې د ځوانانو تر ټولو ستره اعتراضي څپه بلل کېږي.
زرګونه اعتراض کوونکي د پنجشنبې په ورځ په داسې حال کې د نوي ډیلي په جنتر منتر سیمه کې، چې د اعتراضونو لپاره ځانګړې شوې ځای دی، راټول شوي و چې د امنیتي ځواکونو پراخ حضور، خنډونه او د چټک غبرګون ځواک سرتېري په سیمه کې ځای پر ځای شوي وو.
دا اعتراضونه وروسته له هغې هم دوام لري چې پولیسو د چهارشنبې په شپه د اوښکې بهوونکي ګاز او لښتو په کارولو سره اعتراض کوونکي خواره کړل. دا د روانې اوونۍ په ترڅ کې د پولیسو او معترضینو ترمنځ دوهمه نښته وه.
زرګونه کسانو د دوشنبې په ورځ هم د بندیزونو پروا ونه کړه او د پارلمان پر لور یې لاریون وکړ، خو پولیسو د اوښکې بهوونکي ګاز او لښتو په کارولو سره لاریون پای ته ورساوه.
سره له دې چې چارواکو د اعتراضونو د محدودولو لپاره د نوي ډیلي په مرکزي سیمو کې د مېټرو ۱۶ تمځایونه تړلي وو، معترضین د پنجشنبې په سهار بیا راټول شول او خپلو اعتراضونو ته یې دوام ورکړ.
صدراعظم نریندرا مودي د لومړي ځل لپاره په عامه توګه د دې موضوع په اړه څرګندونې وکړې او اعلان یې وکړ چې د ازموینو د پوښتنپاڼو د افشا کېدو قضیو د ژر څېړلو لپاره به ځانګړې چټکې محکمې جوړې شي.
مودي د ایکس په ټولنیزې شبکې کې ولیکل، "د خپلو ځوانانو هوساینه او راتلونکی تر هر څه مهم دی. "
خو یو معترض او د حقوقو محصل دکش بهارګوا د مودي د څرګندونو په غبرګون کې وویل، صدراعظم باید داسې حل لاره وړاندې کړي چې د ټول هېواد په ګټه وي، نه یوازې هغه څه چې حکومت ته اسانه وي.
د ازموینو د پوښتنپاڼو د افشا کېدو پر ضد اعتراضونه لومړی د مې په میاشت کې د ټولنیزو رسنیو د طنزي کمپاین په توګه پیل شول، خو وروسته د جون په میاشت کې دغه لاریون د هېواد د بېلابېلو ښارونو واټونو ته راووتل.
دغه خوځښت هغه وخت لا پراخ شو چې مشهور فعال سونم وانګچوک ورسره یوځای شو او څه باندې د درېیو اوونیو د مودې لپاره یې د نه خوړو اعتصاب پیل کړ.
اعتراض کوونکي د پوهنې د وزیر د استعفا تر څنګ د ازموینو په نظام کې د اصلاحاتو او هغو کورنیو ته د تاوان ورکولو غوښتنه هم کړې چې د ازموینو د پوښتنپاڼو د افشا کېدو له امله یې خپل اولادونه د ځان وژنې له کبله له لاسه ورکړي دي.
فورم \ دبحث خونه