د لاس رسي وړ اتصالات

هند د افغانستان په اړه د اسیا د زړه کنفرانس کوربه دی


د اسیا زړه د استانبول د پروسې دوام دی چې په ٢٠١١ کې پيل شو.
د اسیا زړه د استانبول د پروسې دوام دی چې په ٢٠١١ کې پيل شو.

په هند کې د شنبې په ورځ( ډسمبر ۳) د افغانستان په اړه د اسیا د زړه کنفرانس پیل کیږي، چې دوه ورځې به وي.

په دغه کنفرانس کې به په افغانستان کې دسولې د راوستلو، له دغه هېواد سره د اقتصادي او په نورو برخو کې په مرستو باندې خبرې او ژمنې وشي.

په کنفرانس کې د ۴۰ هېوادونو استازي برخه لري چې امریکا، روسیې، چین، کاناډا، فرانسې او اروپايي ټولنې استازي هم شامل دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي دوی به په دغه کنفرانس کې په افغانستان د سولې، ثبات او پرمختګ له ژمنو سره کوي. سرتاج عزیز د پاکستان استازی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني او د هند صدراعظم نریندرا مودي به هم په کنفرانس کې خبرې وکړي، چې د هند په امرتسر کې کیږي.

د اسیا زړه د استانبول د پروسې دوام دی چې په ٢٠١١ کې پيل شو. تيرکال د اسيا دزړه کانفرنس په ډسمبر کې په اسلام اباد کېوشو.

د هند مرستې

په همدې حال کې ټال شوې چې هند او افغانستان د مالونو د لېږد رالېږد په برخه کې د هوايي ترانسپورت یو لړ خدمتونه هم اعلان کړي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداگرۍ په ډیروالې کې مرسته وکړي.

چارواکي وایي له دې لارې به افغانستان له ځینو مهمو بازارنو سره ونښلول شي، چې شاید د دغه هېواد د غالیو، وچو میو او نورو تولیداتو او بازار موندنې لپاره یې ډېر ګټور وي.

ولسمشر غني له صدراعظم مودي سره هم خبرې کوي، چې هوايي خدمتونه یې هم په خبرو کې شامل دي. دا مهال افغانستان د پاکستان له لارې خپل تولیدات نورې نړۍ ته صادروي او یا له نورې نړۍ نه واردات لري.

XS
SM
MD
LG