د لاس رسي وړ اتصالات

ماویست یاغیانو په هند کې ۲۷ کسه وژلي


د هند لومړي وزیر منموهن سینګ هم هوډ کړی دی چې حکومت به یې د هغو کسانو پرضد چې دا برید یې کړی دی جدي اقدام وکړي.
د هند لومړي وزیر منموهن سینګ هم هوډ کړی دی چې حکومت به یې د هغو کسانو پرضد چې دا برید یې کړی دی جدي اقدام وکړي.
د هند ماویست یاغیانو ددغه هېواد په ختیځ کې د واکمن ګانګرس ګوند پر سیمه ایزو چارواکو برید کړی دی، لږ تر لږه 27 کسه یې وژلي دي.

چارواکي وايي چې یاغیانو د شنبې په ورځ د چتیسګر ایالت د سکوما په ځنګلي سیمه کې د کانګرس د ګوند د موټرو پر کاروان برید وکړ. په دې برید کې په لسګونو تنه کسان ټپیان شوي هم دي.

د وژل شویو کسانو په ډله کې د ګوند یو ایالتي چارواکی مهندرا کرما هم شامل دی. نوموړي د ماویست یاغیانو پرضد یوه محلي ملیشه جوړه کړې وه. دغه راز د واکمن ګانګرس ګوند ایالتي مشر نند کومار پټیل او د هغه زوی هم وژل شوي دي. د کانګرس ګوند په هند کې په قدرت کې دی خو په یادشوي ایالت کې د اوپوزیسون په توګه فعالیت کوي. ټاکل شوې چې د روان کال په پای کې به په دې ایالت کې ټولټاکنې وشي.

برید د شنبې په ورځ ماپښین هغه مهال رامنځ ته شو کله چې د موټرو قطار د یوې سیاسي غونډې نه د دغه ایالت د مرکز خوا ته روان وو.

د هند د کانګرس ګوند مشرې سونیا ګاندي دغه برید په کلکو الفاظو وغندی او وویل چې برید په اصل کې د هند پر ډیموکراتیکو ارزښتونو باندي شوی دی. په عین حال کې د هند لومړي وزیر منموهن سینګ هم هوډ کړی دی چې حکومت به یې د هغو کسانو پرضد چې دا برید یې کړی دی جدي اقدام وکړي.

د ماویست یاغیان د څلور لسیزو راهیسي د مرکزي حکومت سره جګړه کوي او غوښتنه یې د غریبانو او بزګرانو لپاره ځمکه او وظیفې دي.
XS
SM
MD
LG