د لاس رسي وړ اتصالات

هند او پاکستان د کرکټ د سیالۍ په درشل کې د سولې خبرې پیل کړې


هند او پاکستان د کرکټ د سیالۍ په درشل کې د سولې خبرې پیل کړې
هند او پاکستان د کرکټ د سیالۍ په درشل کې د سولې خبرې پیل کړې

هندي او پاکستاني چارواکو په دی نیت چې په اړیکو کې پراختیا راولي او د سولې پروسه په ارامه پرمختگ وکړي دوه ورځنې خبرې پیل کړي دې.

د هند د کورنیو چارو معین جي کئ پیلای او د هغه پاکستانی سیال چوهدري قمرزمان په نوي ډهلي کې خبرو ته سره کښېناستل.

د کرکټ نړیوال ټورنمنټ دا وخت په هند، سریلانکا او بنګلدیش کې روانې دي. د چهارشنبې په ورځ به ددغو لوبو په نیمايي پایلوبه کې هند او پاکستان سیالۍ ته وځي.

داسې ویل کیدل چې د هندي او پاکستاني چارواکو په خبرو کې به زیاته توجه په ممبئ کې د دوه زره اته کال تروریستي بریدونو ته وکړي او د تروریزم خلاف جگړې، د ویزو د سهولت رامنځ ته کولو په شمول به په ډیرو مسایلو وغږیږي.

هند د ممبئ د برید چې یو سلو شپږشپیته کسان پکې ووژل د پاکستان سره د سولې خبرې په رسمي ډول بندې کړی او د بریدونو ملامتي یې پر هغو وسله والو ډلو واچوله چې په پاکستان کې میشتې دي.

XS
SM
MD
LG