د لاس رسي وړ اتصالات

هند او پاکستان بیا د سولې مذاکرات پیل کړل


د هند او پاکستان دخارجه چارو وزیرانو نن په اسلام اباد کې د خپلې غونډې په دوران کی کوښښ وکړ چې په اتومي وسلو سمبال دواړو گاونډي ملکونو په منځ کې روابط ښه شي.

د هند خارجه وزیر ایس.ایم کریشنا د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي سره نن خبرې وکړې.

ددې نه مخکې هغه د پاکستان د جمهور رئیس آصف علي زرداري سره هم ملاقات وکړ.

په خبرو زیات تاکید په امنیتي موضوعگانو باندې وشو. هند د امنیت په باب یو لړ تشویشونه لرل چې په دې جمله کې تروریزم، کمشیر او افغانستان شامل دي.

په یوه مطبوعاتي بیانیه کې د پاکستان جمهور رئیس وویل چې پاکستاني دتندروئ په خلاف جنگ شروع کړی دی او هند او پاکستان باېد لاسونه سره ېو کړی تر څو دښاغلي زرداری په وېنا دغه افت بېلکل له منځ نه ېووسی. په مومبئ باندی دحملو نه وروسته دلومړي ځل لپاره په لوړه سطحه هند او پاکستان خبری کوی.

ښاغلي کرېشنا پرون اسلام ته د رسیدلو په وخت خبریالانو ته وویل چې د پاکستان لپاره یې د ځان سره د سولې پیغام راوړی دی.

کریشنا زیاته کړه چه دهغه دا سفر دهند او پاکستان په منځ کی دروابطو دښه کولو لپاره د کوښښونو شروع ده.

هغه وویل چې هند غواړی ټول مسایل پاکستان سره د سوله ایزې مفاهمی په وسیله حل او فصل کړي.

د هند خارجه وزیر په دې خبره زېات تاکید وکړ تر څو چې د پاکستان حکومت د لشکر طیبه د ډلې د فعالیت مخه ونه نیسي تر هغې پورې به د دواړو ملکونو اړیکې بهترې نه شي.

هند په لشکر طیبه باندې پر ممبۍ باندې په حملو کې د لاس لرلو تور لگوي.

د هند د کورنیو چارو سکرتر کې. پېلاني د پاکستان د استخباراتو پر ادارې (آی.ایس.آی) باندې تور ولگاوه چې د ممبۍ د حملو په پلانولو او عملي کولو کې یې ډیر ژور لاس لره.

XS
SM
MD
LG