د لاس رسي وړ اتصالات

هند لا هم نه پوهیږي چې پر هوايي اډې یې چا برید کړی


ددې برید مسؤلیت تر اوسه پورې چا پرغاړه نه دی اخیستی.
ددې برید مسؤلیت تر اوسه پورې چا پرغاړه نه دی اخیستی.

هندی چارواکي وايي لږترلږ څلور برید کوونکي او دوه عسکر د پنجاب ایالت د پټانکوټ د هوايي ځواک په اډه کې د یوې نښتې په ترڅ کې ووژل شول.

د هند د کورونیو چارو وزیر راجنات سنګ وايي چې پاکستان يې ګاونډی دی او غواړي چې نه یوازې له پاکستان بلکه له ټولو ګاونډیانو سره سوله ييزې اړیکې ولري.

هغه زیاتوي"مونږ هم سوله غواړو، خو د هند پر خلاف به هر پوځي برید ته مناسب ځواب ورکړل شی."

د پټانکوټ د هوايي ځواک پر اډه باندې له برید نه وروسته د هند د حکومت مخالفو ګوندونو له پاکستان سره د هند د صدراعظم نریندر مودي د سولې پر خبرو نېوکې وکړلې.

دغه برید یوه اونې وروسته له هغه کیږي چې د هند صدراعظم نریندر مودي پاکستان ته د یو ناپلان شوي سفر په ترڅ کې له خپل پاکستاني سیال صدراعظم نوازشریف سره ولیدل چې هغه دوه اړخیزه خبرې بیرته ژوندۍ کړي چې د تندلارو د بریدونو له امله مخکې دریدلي وي.

که څه هم دغه نښته پای ته ورسیده، خو خال خال ډزې او د اډې له پاسه د هیلي کوپترونو الوتنې لا هم روانې وې ځکه چي په دغه اډه کې د نورو وسله والو د لټون لپاره عملیات روان وو.

د هند د کانګرس ګوند ویاند رندیپ سورجیوالا له مودي وغوښتل چې دا موضوع له پاکستان سره مطرح کړي.

د هند د کانګرس ګوند ویاند رندیپ سورجیوالا وویل چې له پاکستان نه د تندلارو له خوا یو داسې ستر برید د سختې انديښنې خبره ده، په داسې حال کې ښاغلی مودي په دې وروستیو وختونو کې پاکستان ته له یو سفر نه وروسته راستون شوی دی.

ددې برید مسؤلیت تر اوسه پورې چا پرغاړه نه دی اخیستی، خو دهند امنیتي ځوکونو وویل چې د لومړنی تحلیل پر اساس ښايي دا برید په پاکستان کې د جیش محمد ډلې کړي وي چې د هندي کشمیر خپلواکي غواړي.

د هند د کمونیست ګوند عمومي منشي سیتارام یچوری له حکومت نه وغوښتل چې د تندلارۍ د مخنیوي لپاره ټینګ ګامونه پورته کړي. هغه وویل: "زما ګوند تل د تندلارۍ د جرړو د له منځه وړلو ملاتړ کړی دی او حکومت باید ددې لپاره ټول اړین ګامونه واخلي."

بل لوري ته د پاکستان پوځي محکمو نهه کسان د یو لړ بریدونو له امله د مرګ په جزا محکوم کړي دي. په وروستیو کلونو کې د دغو بریدونو له امله د شیعه ګانو په شمول په لسګونو امنیتي او ملکي کسان وژل شوي دي.

پاکستان له هغه وخت راهیسې له درې سوو نه زیات کسان زندۍ کړي دي چې د ۲۰۱۴م کال د سمبر په میاشت کې یې د مرګ په جزا بندیز پورته کړ.

ملګرو ملتو، اروپايي ټولنې او د بشري حقونو ډلو له پاکستان نه غوښتي دي چې دغه بندیز بریته پرځای کړي.

XS
SM
MD
LG