د لاس رسي وړ اتصالات

هند پاکستان ته پر کشمیر د بریدونو له کبله خبرداری ورکړ


پاکستان او هند د کشمیر د لانجمنې پولې په اوږدو کې پر یو بل د درندو وسلو او هاوانو ډزو ته دوام ورکوي او په دې سیمه کې یې د دواړو هیوادونو ترمنځ هغه نیمگړی اوربند مات کړی چې د ٢٠٠٣ کال راهیسې تر ډیره مراعت شوی دی.

د هند د دفاع وزیر پاکستان ته پر هندي کشمیر د هغه په وینا د بې موجبه بریدونو په کولو، په داسې حال کې خبرداری ورکړی دی. چې د دواړو خواوو ترمنځ په روانو نښتو کې تر دې دمه ۲۴ ولسي خلک وژل شوي او سلګونو نورو بیا خپل کورونه پرېښي او خوندي سیمو ته تښتېدلي دي.

دواړه خواوې یو بل د جګړې په پیلولو تورنوي، هند اسلام اباد او اسلام اباد بیا هند تورنوي چې په لوی لاس ولسي خلک په نښه کوي .

خود هند د دفاع وزیر ارون جیټلي نن چهارشنبه اکتوبر نهمه خبرداری ورکړ که پاکستان په سرحد کې خپل بریدونه روان وساتي نو هندي ځواکونه به یې ورته ګران تمام کړي .

پر دغې کډې پولې مېشت هندي سرتېری وشال کمار هم وايي چې دا بریدونه به د پاکستان لپاره ډېر ګران پریوزي.

" که پاکستان دا ډول پاروونکي حرکتونه روان وساتي، زموږ ځواکونه به ورته داسې ځواب ورکړي چې بیا به یې وس ونه لري. "

خو د پاکستان د سرحدي سرتېرو سیمه اییز قوماندان تورن جنرال طاهرجاوید خان وايي په څه باندې ۲۵۰ کلیو او بانډو توغندي وېشتل شوي دي. جنرال جاوید خان دا په تېرې یوې لسیزې کې د هند له لورې تر ټولو ډېر توغندیز بریدونه دي چې کیږي.

جنرال جاوید خان وایي " د دغو بریدونو علت هغوی (هند) ته ښه معلوم دی، خو دوی ورځ تر بلې یرغلیز حالت خپلوي. د دوی بریدونه ورځ په ورځ ډېرېږي، سرحدي سرغړونې، د درنو وسلې ډزې، او په ډېرو پوستو او کلیو کې یې مداخله پیل کړې ده."

تر دې دمه د دغو دواړو هېوادونو د پوځي شخړې ډیری قربانیان هغه ولسي وګړي دي چې د دغې لانجمنمې پولې په دواړو خواوو کې مېشت دي.

ارم شهزادي چې پر کور یې هاوان لګیدلی دی وايي "زما په زامنو یوه ګولۍ راولوېده. د یو خو بیخي مخ نه و، بل یې په سینې او لاسونو لگیدلی و."

په سیمه کې د ډیرو کلیو اوسیدونکي وایِ په دهماله کلي باندې د هاوان ډزی کیږي، او دوی د شپی لخوا د خوب د پاره د سرحد نه ډیر لېرې ځای ته ځي.

په همدې حال کې ځینو امریکايي سیاستوالو له دواړو خواو غوښتي چې دغلته حالت بېرته عادي کړي.

امریکایي سناتور تیم کئن وایي دا چې د دواړو هیوادونو ترمنځ شخړه ورځ تربلی زیاتیږي، دوی باید د ملگرو ملتونو گډون ته اجازه ورکړي چې د کشمیر وضعیت باید بیرته د اوربند حالت ته وگرځي.

"هغه وایي لانجو د سوله اییزې لارې د موندونکي په توگه، ملگري ملتونه په دې برخه کې ښه کار کوي، او په همدې دلیل زه فکر کوم د هغوی مداخلې ته باید هرکلی وویل شي. "

کله چې تېره میاشت د پاکستان سفارت د کشمیري بیلتون غوښتونکو سره غونډې وکړې، نو هند د پاکستان سره مذاکرات ودرول، له هغې وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ اختلافات زیات شوي دي.

هند وایي پاکستان باید یو خوښ کړي، یا دی د نوي ډهلي سره خبرې وکړي یا دی د بیلتون غوښتونکو سره.

XS
SM
MD
LG