د لاس رسي وړ اتصالات

سینګ ایسته کېږي خو وايي د مودي ګټل به ناوړه وي


د هند لومړی وزیر منموهن سینګ وايي چې هغه به د روان کال په ورسیتو میاشتو کې د هند د ټولټاکنو وروسته د خپل مقام څخه لیري شي.

ښاغلیْ سینګ چې ۸۱ کاله عمر لري نن د جمعې په ورځ یې په یوه خبري کفنرانس کې وویل چې هغه به د سږ کال د ټولټاکنو وروسته واک یوه نوي لومړي وزیر ته وسپاري.

نوموړي وویل چې که د کانګرس حاکم ګوند ټولټاکنې وګټلې نو راهول ګاندي دي د هغه ځای ونیسي. خو عامه سروې ګانې بیا ښيي چې د نریندر مودي په مشري مخالف ګوند بهارتیا جنتا به د هند ملي انتخابات وګتي ځکه په ورستیو ایالتي انتخاباتو کي یې د کانګرس ګوند ته سختې ماتې ورکړي دي.

ښاغلي سینګ وویل چې که چیري موډي د هند لومړی وزیر سي نو دا به یوه ډیره ناوړه خبره وي.

مودي اوس مهال د لویدیځ ګوجرات ایالت عالی وزیر دی او پر هغه باندي دا تور دی چې په ۲۰۰۲ کال کې کله چې یې خپله دنده پیل کړه د مسلمان ضد مظاهرو د کنټرولو دپاره یې ډیر لږ کار کړی دی. په هغه تشدد کې د ۱۰۰۰ نه زیات خلګ ووژل شول.

خو د مودي پلویان بیا وايي چې د ۲۰۰۲ کال راهیسي هغه په ګوجرات کي ډيره ښه حکومتي سابقه ترشا پرېښې ده چي په کښي ښه حکومتداري، انکشاف او افتصادي رشد شامل دی. په ګجرات کې ۶۰ ملیونه کسان ژوند کوي چې مسلمانان هم په کښي شامل دي.
XS
SM
MD
LG