په نوي ډیلي کې د زدهکوونکو اعتراضونه د چهارشنبې په ورځ د اوکتوبر ۱۴مه په پرلهپسې پنځمه ورځ هم روان وو. پولیسو د هغو مظاهرهچیانو پر ضد اقدام وکړ چې د ټاکنو د کمېسیون د مشر ګینېش کمار د استعفا غوښتونه کوي.
د دغه غورځنګ په وینا، اشوتوش رانکا او سوراو داس د سېشنبې په ورځ د اوکتوبر ۱۳مه له شاوخوا لسګونو نورو کسانو سره هغه مهال ونیول شول چې د نوي ډیلي په مرکزي برخه کې یې د جنتر منتر تاریخي ځای ته د ننوتلو لپاره له خنډونو واوښتل.
پولیس وايي، دغه ځای نور د رسمي اعتراضونو لپاره ټاکل شوی نه دی. هغوی رانکا او داس په ناقانونه ننوتلو او د منع کوونکو امرونو په سرغړونه تورن کړي دي.
د «کاکروچ جنتا ګوند» بنسټګر ابهیجیت ډېپکې د دواړو فعالانو بندي کېدل وغندل. هغه پوښتنه کړې چې د دوی جرم څه و او ویلي یې دي چې هغوی یوازې د هند ملي بیرغ رپولی و.
د هند د پارلمان غړي اې. اې. رحیم وویل چې هېڅوک د مخالفت غږ نه شي غلی کولای. د کانګرس ګوند مشر راهول ګاندي هم له هغو زدهکوونکو سره پیوستون څرګند کړی چې د اعتراضونو پر مهال د پولیسو د زور زیاتي او ناعادلانه نیونو شکایتونه لري. په هند کې د رایه ورکوونکو د نوملړونو د بیا کتنې پر سر اعتراضونه پراخ شوي دي. په نوي ډیلي کې یوې سیمیزې محکمې د «کاکروچ» غورڅنګ دوه مشران د ټاکنو د کمېسیون د مشر د استعفا غوښتنې په اعتراض کې د نیول کېدو وروسته پنځه ورځې قضايي توقیف ته لېږلي دي.
د دغه غورځنګ په مشرۍ اعتراضونو د جولای په میاشت کې د مودي د پوهنې وزیر استعفا ته لاره هواره کړه؛ دا د داسې یو صدراعظم لپاره یو نادر سیاسي شاتګ و چې د څه باندې ۱۲ کلونو لپاره په واک کې پاتې شوی دی.
وروستیو اعتراضونو د هند د ټاکنیز بهیر، د رایه ورکوونکو د نوملړونو د اعتبار او د ځوانانو د سیاسي حقونو په اړه بحثونه لا تاوده کړي دي.
فورم \ دبحث خونه