د لاس رسي وړ اتصالات

هند افغانستان ته دوه نورې جنګي هلیکوپټرې ورکړې


افغان پوځ د خپلو وسله والو مخالفانو پر وړاندې د روسیې هیلیکوپټرونو سربیره بلیک هاک هلیکوپټرونه هم استعمالوي.
افغان پوځ د خپلو وسله والو مخالفانو پر وړاندې د روسیې هیلیکوپټرونو سربیره بلیک هاک هلیکوپټرونه هم استعمالوي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې په کابل کې د هند سفیر ویني کمار د پنجشنبې په ورځ ( ثور ۲۶ مه) د یو لړ ځانګړو مراسمو په لړ کې دوه "مي ۳۵" (MI35) جنګي هلیکوپټرې د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد ته وسپارلې.

دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي،افغان ځواکونه به له دغو هلیکوپټرونو د تروریزم پر وړاندې په جګړه کې ګټه واخلي.

هند افغان پوځ ته دا دوه روسيې هلیکوپټرې د بلاروس له هیواد څخه اخیستي دي.

د دفاع وزارت سرپرست د دغو هلیکوپټرونو د ترلاسه کولو پر مهال د هند له مرستو مننه وکړه او ویې ویل، چې هند په تیرو دوو لسیزو کې د افغان ځواکونو سره د تجهیزاتو او روزنې په برخو کې د مرستو سربیره د افغان ځواکونو د ټپیانو په درملنه کې هم مرسته کړې ده.

د دفاع وزارت وايي، په پام کې ده، چې هند به دوه نور روسیې هلیکوپټرونه هم د بلاروس له هیواد څخه افغان ځواکونو لپاره واخلي.

د دې وړاندې هم تیر کال هند د افغان هوايي ځواکونو سره د دریو جنګي روسیې هلیکوپټرونو وړیا مرسته کړې وه.

افغان پوځ د وسله والو طالبانو سره په جګړه کې تر ډیره په هیلکوپټرونو متکي دي. افغان پوځ د خپلو وسله والو مخالفانو پر وړاندې د یو شمیر روسیې هلیکوپټرونو سربیره تر شپاړسو پورې بلیک هاک هلیکوپټرونه او د سوپر ټکانو په نوم کوچنۍ جنګي الوتکې هم استعمالوي.

د دفاع وزارت ویلي، چې د دې کال تر پایه به تر دیرشو پورې بیلابیل ډول الوتکې او هیلکوپټرونه ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG