د لاس رسي وړ اتصالات

د هند د جنسي تیري پېښې زړې خاطرې راژوندۍ کړې


هندي پولیس وايي چې په بمبيي کې پر یوې عکاسې ښځې باندې د څو کسانو له خوا جنسي تیر شوی دی چې د ډیسمبر د میاشتې ترخې خاطرې یې بیا راژوندۍ کړي دي.

د تیرکال کال د ډیسمبر په میاشت کې په نوې ‌ډیلۍ کې پر یوې میرمنې باندې د څو کسانو له خوا جنسي تیری وشو چې وروسته په روغتون کې مړه شوه.

روغتیايي چارواکي وايي چې د پنجشنبې د ورځې قرباني ۲۲ کاله عمر لري. هغه اوس په روغتون کې بستر ده او روغتیايي وضیعت یې ثابته دی.

چارواکي وايي چې په دې نوې پېښې کې پنځه تنو پر یوې یرمنې باندې هغه مهال جنسي تیری وکړ چې هغې د کالو د جوړولو د یوې زړې فابریکې عسکونه اخیستل. د هغه سره یې نارینه ملګری هم و چې حمله کونکو د تیري پر مهال هغه تړل وو.


پولیس وايي چې د پېښې په تړاو یې د جمعې په ورځ یو کس نیولی او د شنبې په ورځ یې بل کس نیولی دی چې د دواړو څخه تحقیقات روان دي.

دغه جنسي تیری په داسي حال کې رامنځ ته شوی چې په هند کې د ښځو پر وړاندې د جنسي بریدونو په هکله اندېښنې مخ په زیاتېدو دي. د ډیسمبر د میاشتې د پېښې وروسته د هند پارلمان نوي قوانین منظور کړل چې مجرمینو ته په کښي سزا زیاته شوه. خو تراوسه پورې هم د ډیسمبر د میاشتې د پېښې د مجرمینو محاکمه بشپړه شوې نه ده.
XS
SM
MD
LG