د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې د همجنسو تر منځ د واده کولو په قانوني کیدو غور کیږي


په هند کې سترې محکمې څلور کاله وړاندې یو قانون باطل کړ چې د همجنسبازانو تر منځ جنسي عمل پکې غیر قانوني بلل شوی و او اوس دې محکمې منلې چې په هیواد کې د همجنسو تر منځ د واده کولو د قانوني کیدو لپاره به په عریضو غور وکړي.

په هند کې همجنسبازان وایي که ستره محکمه دا ډول ودونه قانوني کړي، پدې هیواد کې د همجنسبازانو د حقونو لپاره به یوه بله غټه لاسته راوړنه وي.

دا چې په هند کې تر دې دمه عین جنس واده شوي کسان ښځه او خاوند نه بلل کیږي نو له همدې کبله هغوي نشي کولی د روغتیا او میراث په شان مهمو موضوعاتو کې هغه شان حقوق ولري لکه عادي ښځه او خاوند یې چې لري.

اوس څلورو سړیو چې د یو بل سره یې ودونه کړي خو حکومت یې ودونه په رسمیت نه پیژنې سترې محکمې ته عریضه کړې چې د دوي ودونو ته یې رسميت ورکړل شي تر څو هغوي وکړی شي خپل حقونه تر لاسه کړي.

د سترې محکمې تر څنګ د هند په ګڼ شمیر نورو محکمو کې هم دا ډول ګڼ شمیر عریضې پاتې چې تر اوسه پرې قاضیانو پریکړه نده کړې او حکم شوی چې دا عریضې باید سترې محکمې ته واستول شي.

د هند قاضي القضات ډي وای چاندارچود د جمعې په ورځ د حکومت څخه غوښتي چې په یوې میاشت کې باید دغو عریضو ته ځواب ووایي.

دا قاضي په همدې میاشتې کې د سترې محکمې رئیس شوی او پدې کې شهرت لري د همجنسبازانو د حقونو تر څنګ یې د میرمنو د حقونو په هکله هم لیبرال حکمونه صادر کړیدي.

خو تر اوسه معلومه نده چې د صدراعظم نریندرا مودي هندو ملت پال ګوند، بهارتیا جانتا د عین جنس تر منځ د واده کولو په قانوني کیدو څخه نظر لري ځکه چې دا موضوع د هندو مذهب پیروانو ته خورا حساسه ده.

XS
SM
MD
LG