د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د تروریزم د ثقل مرکز دی، هندي چارواکی


پاکستان د تروریزم د ثقل مرکز دی، هندي چارواکی
پاکستان د تروریزم د ثقل مرکز دی، هندي چارواکی

د هند د کورنیو چارو وزیر ( پي چیدام بارام ) وایي چي پاکستان " د نړۍ وال تروریزم د ثقل مرکز " دی چي په کي د یاغیانو ډلي " د دولت د پالیسۍ د یوې وسیلې " په توګه وده کوي.

هغه دا خبرداری پرون د جمعې په ورځ په داسي حال کي ورکړ چي په نوي ډهلي کي یې د امریکا د کورني امنیت د وزیري ( جینیت ناپولیتانو ) سره وکتل او د تروریزم په مقابل کی یې ددواړو ملکونو د همکاریو د زیاتیدو په باب خبري ورسره وکړې.

( چیدام بارام ) وویل چي د پاکستان اقتصاد کمزوری شوی او د یاغیانو له خوا د گواښونو سره مخامخ دی او له همدې کبله هغه هیواد ډیر کمزوری شوی دی.

د هند د کورنیو چارو د وزیر او د امریکا د کورني امنیت د وزیري تر منځ د خبرو نه وروسته ددواړو له خوا یوه ګډه بیانیه خپره سوه او په کي د امریکا او هند هغه قاطع فیصله بیا تایید سوه چي تروریزم ته د ماتي ورکولو به باب یې کړې او د ټولو هیوادونو نه یې غوښتي دي چي د تروریستانو د پټیدو د ځایونو او زیربنا د محوه کولو د پاره دي اقدامات وکړي.

دغو دواړو وزیرانو د استخبارتود شریکولو، د کمپیوټرونو د حفاظت او د عدلي طب په برخو کي د زیاتو همکاریو وعده هم وکړه.

XS
SM
MD
LG