د لاس رسي وړ اتصالات

هندي الاصله امریکایۍ په ملګرو ملتونو کې د امریکا نوې سفیره شوه

د نیکي هیلي مور او پلار د هند دي او هغه د ۲۰۱۱ کال راهیسې د جنوبي کاریلونا والۍ ده.
د نیکي هیلي مور او پلار د هند دي او هغه د ۲۰۱۱ کال راهیسې د جنوبي کاریلونا والۍ ده.

د جنوبي کارلیونا والۍ چې په بهرنۍ پالیسۍ کې هیڅ تجربه نلري د سه شنبې په ورځ د رایو په اکثریت سره په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو د نوې سفیرې په توګه منظوره کړله.‌

د سنا په مجلس کې د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ رئیس سناتور باب کورکر وایي چې میرمن هیلي " ثابت شوې مشره ده" او په ملګرو ملتونو کې به د امریکا "ښه استازیتوب وکړي."

نیکي هیلي ته د سنا د مجلس ۹۶ غړیو مثبتې او یوازې څلور د رد رایې ورکړلې.‌ پنځه څلویښت کلنې نیکي هیلي چې مور او پلار یې د هند دي،‌ ژمنه کړې چې په ملګرو ملتونو کې د اصلاحاتو د راوستلو لپاره به کار کوي، د بشري حقونو لپاره به مبارزه کوي او د نړیوالو ادارو ملاتړ به کوي.‌

نیکي هیلي د ۲۰۱۱ کال راهیسې د جنوبي کاریلونا والۍ ده خو پدې تیرو څو کالونو کې د جمهوري غوښتونکو په ګوند کې محبوبیت زیات شویدی.

د میرمن هیلي شهرت په ۲۰۱۵ کال وروسته تر هغه لا پسې زیات شو کله چې هغې د جنوبي کاریلونا د ایالت د مرکز نه د "کانفډریټ" د وخت بیرغونه ټول کړل. هغې دا کار وروسته تر هغې وکړې چې یو سپین پوستي امریکایي په یوې کلیسا کې نهه تور پوستي امریکایان ووژل.‌

نیکي هیلي د جمهوري ریاست د انتخاباتي مبارزو پر وخت د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سره خپل ملاتړ نه و څرګند کړی او خبرداری یې ورکړی و چې د هغه ځینې څرګندونې په ټولنې کې "کرکه" پیدا کوي.‌

هغې د سنا په مجلس کې ژمنه وکړله چې د روسیې "پرضد" به دریږي او دا یې هم ومنله چې په سوریه کې په روغتونونو بمباری باید چې "جنګي جرمونه" وګڼل شي.‌

This item is part of
XS
SM
MD
LG