د لاس رسي وړ اتصالات

هند له ولس څخه پر پوځ د باور ساتلو غږ کړی


د هند د کورنیو چارو وزیر له ټولو هندي وګړو څخه غوښتي چې پر خپل "پوځ باور ولري".

هندي مقامات په داسې حال کې د پوځ پر ځواک ټینګار کوي چې اسلام آباد ادعا کړې چې د هند د ډزو له امله د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د یو بس ۱۱ تنه سپرلۍ وژل شوي او ۱۵ تنه ټپیان دي.

د هند پوځ د سې شنبې په ورځ ژمنه کړې وه چې د خپلو درې سرتیرو د وژل کیدو غچ به اخلي. دغه سرتیري د هند او پاکستان د سرحد په اوږدو کې وژل شوي و.

د هند د کورنیو چارو وزیر، راجنات سنګهـ خبریالانو ته په لنډو ټکو کې وویل: "زه همدومره ویلی شم چې پر خپل پوځ باور ولرئ"

د راجنات سنګهـ څرګندونې په کشمیر کې د جګړو د پراخیدو ویره زیاته کړې او ښايې د هند او پاکستان ترمنځ د ۲۰۰۳ کال کې اوربند زیانمن کړي.

ها خوا د پاکستاني پولیسو یو مشر، جمیل میر رویترز خبري آژانس ته ویلي چې هندي ځواکونو د لاوات په ښارګوتې کې په "سپکو او درندو وسلو" پر بس موټر برید وکړ.

لاوات ښارګوتی د پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر له مرکز مظفرآباد شمال څخه سل کیلومتره لرې ختیځ لوري ته پروت دی.

هندي مقاماتو د تلفاتو په اړه تبصره نده کړې، خو د پوځ یو ویاند وویل پاکستاني نظامیانو د چهارشنبې په سهار په دریو سیمو کې پر هندي پوستو ډزې کړي دي.

د سیمو اوسیدونکو د جمو او کشمیر د راجوری ولسوالۍ په اړوندو ساحو کې د توپونو ډزې تائیدوي.

د سیمې یو تن اوسیدونکی، محمد محافظ وویل: "موږ ښوونځي ته د روانیدو په حال کې وو چې ناڅاپه ډزې پیل شوې. کورنۍ مو ښوونځي له تللو منع کړو. کله چې درنې ډزې پیل شوې مونږ ټول په خپل کور کې پټ شوو"

سیمه ایزې رسنۍ تائیدوي چې د هند د سرحدی ځواک درې سرتیري د راجوري په والسوالۍ کې له پاکستاني ځواکونو د نښتو پر مهال وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG