د لاس رسي وړ اتصالات

منموهن سینګ افغانستان کې د اسامه د مرګ پر اغیزو غږیږي


منموهن سینګ افغانستان کې د اسامه د مرګ پر اغیزو غږیږي
منموهن سینګ افغانستان کې د اسامه د مرګ پر اغیزو غږیږي

د هند صدراعظم منموهن سېنګ نن افغانستان ته په ېوه دوه ورځني رسمي سفر ورسېده.

توقع کېږي چې ښاغلی منموهن سېنګ به د افغانستان د مشرانو سره دسېمې د ارامئ او ثبات، افغانستان سره دهند د مرستې او ټرورزم په باب وغږېږي.

په یوه مطبوعاتي بېانېه چې کابل ته د هند صدراعظم دسفر نه مخکې خپره شوې ده، نوموړي وویل هر هغه څه چې په افغانستان کې پېښېږي پر هند باندې اغېزه لري او تر څو چې دافغانستان د بېا رغونې او ابادئ کوښښونه برېالي نه شي، نو په سېمه کې هم خوشحالي او هوسایې راتللې نه شي.

د هند مامورانو ووېل چې صدراعظم منموهن سېنګ غواړي چې د جمهور رېس حامد کرزي سره د القاعدې دمشر اسامه بن لادن د مرګ په باب هم وغږېږي.

د القاعدې مشر تېره هفته امرېکاېې عسکرو په پاکستان کې ووېشته. افغانستان او هند دواړه د اسلام ابا دسره په خپلو اړېکو کې ډېرې ستونزې لري.

جمهور رئيس کرزي او صدراعظم منموهن سینګ دواړو په ګډه د غرمنۍ ډوډۍ وړاندې چې د دواړو هیوادونو چارواکو او ټولنیزو شخصیتونو برخه لرله، جمهور رئیس کرزي په خپل ویناء کې هند افغانستان کلک دوست وباله وې ویل چې په وروستیو لسو کلونو کې هند ورسره په بیارغونه او د سولې په راوستو کې زیاتې هڅې کړي، جمهور رئیس کرزي زیاته کړه چې د افغانستان په څېر هند او پاکستان هم له تاوتریخوالو سره مخ دي او ورسره مبارزه د درې واړو هیوادونو ګډه ده.

حامد کرزی: ‪"د وطن، پرمختګ او ترقۍ د لاسته راوړنو نه د دفاع لپاره زمونږ خلک هره ورځ قربانۍ ورکوي، د افغانستان سره سم هندوستان او پاکستان هم ددغه ډول جدي امنیتي تهدیدونو سره مخامخ دي، مونږ باید دې حالت ته خاتمه ورکړو او خپلو خلکو ته سوله او امنیت راولو، دا هدف د درې واړو هیوادونو په ګډه همکارۍ تحقق موندلی شي.‪"

د هند صدراعظم په ورته خبرو کې بیا وویل چې افغانستان له سختو ناورینونو سره مخ دی او باید ورته د پای ټکی کېښودل شي، هغه وویل چې هند د سولې او مذاکرې له هرې هڅې ملاتړ کوي.

منموهن سینګ: ‪"ښاغلی جمهور رئیس زه دلته راغلی یم چې د پیوستون پیغام له ځانه سره راوړم، د ملګرتیا پیغام، د هند د خلکو ښه نیت خپلو افغانو ملګرو ته، ښاغلیه جمهور رئیس هند ستاسو ګاونډی دی او په بیارغونه کې ملګری.‪"

د تېرو شپږو کلونو په دوران کې افغانستان دا د هند دصدراعظم لومړی سفر دی.

هندي ماموران وېې ډېر امکان شته چې ښاغلی منموهنسېنګ به د افغانستان لپاره د څو مېلونو ډالرو مرسته اعلان کړي. هند مخکې هم د افغانستان د حکومت سره د ېو عشارېه دری مېلېاردو ډالرو مرستې وعده کړې وه.

XS
SM
MD
LG