د لاس رسي وړ اتصالات

اندونیزیا ۸۸ چینایان په انټرنیټ کې د جعلکارۍ او شوکو په تور نیولي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د اندونیزیا پولیسو په لسګونو چینایان په دې تور نیولي چې د انټرنیټ له لارې یې خلکو ته د مینې وعدې ورکولې او په دې چل یې ورڅخه پیسې شوکولې.

اندونیزیايي پولیسو د چهارشنبه په ورځ اګست ۳۰ (وږي اتمه) وویل چې د چین د امنیتي ادارو په همکارۍ یې دغه کسان د اندونیزیا د ریاو ټاپوګانو په باتام ښار کې نیولي چې ۸۳ یې نارینه او پنځه ښځې دي.

پولیسو وویل چې دې ډلې په چین کې له ډیرو خلکو په چل پیسې شوکولي. د پولیسو د معلوماتو په اساس، زیاتره قربانیان دولتي چارواکي دي.

د ریاو د پولیسو ویاند زاهواني پاندرا آرسیاد د چهارشنبې په ورځ د فرانسې خبري اژانس ته وویل: "موږ په دې اړه څیړنه کوو چې ایا په قربانیانو کې اندونیزیایان شامل دي که نه. که چیرې اندونیزیایان پکې نه وي، نو جعلکاران به سمدستي وشړل شي."

تورنو جعلکارانو به د ویدیویي تماسونو له لارې قربانیانو ته "رومانتيک احساسات" ښودل.

پر نیول شویو ښځو تور دی چې د ویدیويي تماسونو په جریان کې یې له خلکو غوښتنه کولو چې په جنسي عمل کې ښکېل شي، او د هغوی ویډیوګانې یې ثبت کولې.

دوی وروسته دغو قربانیانو ته ګواښ کاوه چې که پیسې ور ونه لیږي، نو د دوی ثبت کړي ویډیوګانې به خپرې کړي.

دا څرګنده نه ده چې دغې ډلې له څومره مودې راهیسې فعالیت کاوه او څومره پیسې یې ترلاسه کړي دي.

پولیسو دمخه ویلي و چې، زیات شمیر انټرنیټي جعلکاران وروسته له هغه اندونیزیا او د جنوب ختیځې اسیا نورو هیوادونو ته تللي چې چین په خپلو داخلي انټرنیټي شبکو کې څارنه زیاته کړه.

د اندونیزیا پولیسو په ۲۰۱۹ کې هم ۸۵ چینایي اتباع او شپږ اندونیزیایان په دې تور نیولي وو چې د انلاین جعلکارۍ له لارې یې له خلکو په میلیونونو ډالر غلا کړي و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG