د لاس رسي وړ اتصالات

اندونیزیا کې مسافر وړونکي کښتۍ ډوبه شوې؛ د ۱۲۹ ورکو شویو کسانو لټون روان دی

 ارشیف
ارشیف

د اندونیزیا په جاوا سمندر کې ژغورونکي د هغو ۱۲۹ کسانو د موندلو لپاره پراخو عملیاتو ته دوام ورکوي، چې د خرابې هوا له امله د یوې مسافر وړونکې بېړۍ تر ډوبیدو وروسته لادرکه دي.

د سمندري ساتونکو او ځواکونو په شمول د ژغورونې ډلې چې شمیر یې سلهاو کسانو ته رسي ، هڅه کوي هغه کسان ومومي چې تر اوسه یې درک نه دی معلوم.

د ( Virgo Transport 8) په نوم بېړۍ چې د یکشنبې په سهار یې ۲۴۳ کسان لېږدول، په طوفاني حالت کې له ستونزو سره مخ شوه.

چارواکي وايي، تر اوسه ۱۰۸ کسان ژغورل شوي او د شپږو کسانو مړینه هم تایید شوې ده.

په داسې حال کې چې په سمندر کې د لټون عملیات دوام لري، اندېښمن خپلوان د ساحل پر غاړه راټول شوي او د خپلو عزیزانو د برخلیک په اړه د هر ډول خبر په تمه دي.

د ورکو شویو د کورنیو اکثر غړي وایي هیله لري چې د کورنۍ غړی یې ژوندی او روغ رمټ وموندل شي.

هغه کسان چې ژغورل شوي، په روغتیايي مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي.

تېره میاشت هم د مسافر وړونکو دوو بېړیو د اور اخیستو جلا جلا پېښې رامنځته شوې وې چې په پایله کې یې شپږ کسان، پنځه کسان د مادورا ټاپو ته نږدې او یو کس د بالي له ټاپو څخه، په یوه سمندري مسیر کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

تر دې دمه د ژغورنې ډلې د ورکو کسانو په لټون تمرکز کوي، په داسې حال کې چې د هغوی کورنۍ لا هم د خپلو عزیزانو د برخلیک په اړه د ځوابونو په تمه دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG