د لاس رسي وړ اتصالات

کمپیوټري غلو د امریکا د کرونا د مرستو څخه ۶۰ میلیون ډالر غلا کړي


پولیسو په اندونیزیا کې دوه کمپیوټري غله نیولي چې د امریکا د مرستو یو پروګرام نه یې شاوخوا ۶۰ میلیون ډالر پټ کړي.
پولیسو په اندونیزیا کې دوه کمپیوټري غله نیولي چې د امریکا د مرستو یو پروګرام نه یې شاوخوا ۶۰ میلیون ډالر پټ کړي.

په اندونزیا کې چارواکو دوه کمپیوټري غله یې د امریکا د کرونا ویروس د مرستو د پروګرام څخه د شاوخوا ۶۰ میلیون ډالرو د غلا په تور نیولي دي.

دا پیسې د کرونا ویروس د مرستو د پروګرام یوه برخه وه او هغو امریکایانو ته ځانګړې شوې وې چې د کرونا وبا د خپریدو له وجې بې روزګاره شوي.

کمپیوټري غلو په امریکا کې دننه شاوخوا ۲۰ میلیون کسانو ته په شخصي ټیلیفونونو کې پیغامونه لیږلي وو او د هغوي نه یې غوښتي وو چې د حکومت جعلي ویبسایټونو ته ورشي او د ۲۰۰۰ امریکايي ډالرو د مرستو د تر لاسه کولو لپاره خپل شخصي معلومات ولیکي.

چارواکي وایي زرګونو امریکایانو په جعلي ویبسایټونو کې د ټولنیز خوندیتوب د شمیرې تر څنګ خپل ټول شخصي معلومات پدې هیله ثبت کړي چې هغه ۲۰۰۰ امریکایي ډالر تر لاسه کړي چې په امریکا کې د بې روزګارو کسانو لپاره په یو پروګرام کې ځانګړي شوي وو.

کمپیوټري غلو د دې کسانو د همدغو شخصي معلوماتو له لارې د امریکا د بې روزګارو د پروګرام څخه په میلونونو ډالر غلا کړي.

د اندونزیا د ختیځي جاوا د پولیسو مشر نیکو افینتا د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې کمپیوټري غلو د شاوخوا ۳۰زرو امریکایانو شخصي معلومات پټ کړي او حکومت ته تقریباً ۶۰ میلیون ډالر زیان اوښتی.

پولیسو په اندوزیزیا کې دا ندي ویلي چې دې کمپیوټري غلو څومره وخت دا کار کاوه خو که غلا یې ثابته شي، د اندونیزیا د قوانیونو له مخې تر نهو کالونو بندي کیدی شي.

XS
SM
MD
LG