د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو د کندهار ښورابک کې د اوبو بند په بمونو الوزولی


د کندهار ښورابک ولسوالۍ د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې پرته ولسوالۍ ده، چې اوسیدونکي یې د اوبو له کمې څخه سر ټکوي.
د کندهار ښورابک ولسوالۍ د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې پرته ولسوالۍ ده، چې اوسیدونکي یې د اوبو له کمې څخه سر ټکوي.

د کندهارولایتامنیتي مقامات وايې چې وسله والو د ډیورنډ پولي ته څېرمه د ښورابک په ولسوالۍ کې د اوبو یو بند په بمونو الوزولی.

د اوبو دغه بند د ښورابک ولسوالۍ په یوه لرې سیمه کې موقعیت لري.

د ښورابک ولسوال عبدالنافع بړیڅ امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې په ولسوالۍ کې يې د اوبو دغه یواځینیبند سل ګونه جریبه ځمکه خړوبوله او د دریو کلیو سلګونو اوسیدونکو ته يې د څښاک اوبه هم برابرولې.

ښاغلي بړیڅوویل " دغه بند زموږ د خلکو لپاره ډير مهم دی د خلکو لږ پاته زراعت مو پر ولاړ وو او که يې دولت د بیرته رغیدو په برخه کې عملي ګامونه وا نخلي ممکن په ښورابک کې نور څوک اوسیدو ته زړه ښه نکړي".

د کندهارد پوليسو ویاند لمړي څارن ضیا دراني امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې وسله وال سهار وختي څلور بجې د ډیورډ کرښې له پاکستاني لوري څخه را اوښتي وو او د ښورابک ولسوالۍ د اوبو بند يې په بمونو الوزولی دی.

ښاغلي دراني ووی "سهار وختي لسګونه وسله وال له پاکستاني لوري څخه د پنج پای له لارې را اوښتي وو او د ښورابک د اوبو بند يې الوزولی خو زموږ سرحدي او امني پولیس د وسله والو پرضد دستي عکس العمل ښودلی او اوس د ورځي ۱۲ بجې لاهم له وسله والو سره په نښته کې دي".

دا د خپل ډول لمړنی پېښه ده چې په کندهار کې رامنځ ته کیږي.

ښورابک ولسوالي د کندهار په جنوب ۱۸۰ کیلو میترۍ کې د ډیورنډ کرښې ته نږدې پرته ده چې له مخکې يې لا ګڼي کورنۍ د اوبو د کمښت له کبله له خپلو مېنو څخه کوچیدلي دي.

خپله وسله والو طالبانو پدې اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG