د لاس رسي وړ اتصالات

پنټاګان: سخت دریځه ډلې ښایي په دوو کالونو کې امریکا وګواښلی شي


د امریکا د دفاع وزیر لیوډ آسټن د کانګریس په استماعیه غونډه کې وویل چې سخت دریځه ډلې ښایي په دوو کالونو کې امریکا وګواښی شي.
د امریکا د دفاع وزیر لیوډ آسټن د کانګریس په استماعیه غونډه کې وویل چې سخت دریځه ډلې ښایي په دوو کالونو کې امریکا وګواښی شي.

په امریکا کې پوځي چارواکي وایي د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو دوه کاله وروسته ښایي د القاعدې شبکې په شان نړیوالې سخت دریځه ډلې وتوانیږي چې امریکا ته خطر پیښ کړي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آسټن د سنا مجلس په یوې استماعیه غونډې کې وویل، "ممکن دوه کاله به ونیسي چې هغوي (سخت دریځه ډلې) دا وړتیا پیدا کاندي. "

د دفاع وزیر تر څنګ د امریکا د پوځ عمومي لوی درستیز جنرال مارک میلي هم د دې نیټې سره همغږی دی خو هغه ویلي چې په اوس وخت کې د دې ګواښ کچه ټیټه ده.

جنرال میلي ویلي، " که حکومت ړنګ شي یا د افغانستان امنیتي ځواکونه له منځه ولاړ شي، ښکاره خبره ده چې دا خطر به ډیر شي. "

خو ها خوا بیا د افغانستان حکومتي چارواکي د امنیتي ځواکونو په توان ډاډمن دي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني څه موده وړاندې ویلي و چې د افغانستان امنیتي ځواکونه په یوازې توګه د هیواد د دفاع وړتیا لري او دا یې هم ویلي و چې هیواد سقوط په حالت کې ندی.

ښاغلي غني د همدې روان ۲۰۲۱ کال د اپریل د میاشتې په ۱۵مې نیټې ویلي و چې د افغانستان امنیتي ځواکونه " د څو کالونو راپدیخوا ۹۴ په سلو کې عملیات په خپلواکه توګه کوي. "

د امریکا نظامي چارواکي پداسې وخت کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د اندیښنو په هکله خبرې کوي چې د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر ۵۰ په سلو کې بشپړ شوی.

د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن د پریکړې سره سم ټاکل شوې ټول امریکایي ځواکونه د همدې کال د سپټمبر د میاشتې تر ۱۱مې د افغانستان نه ووځي خو داسې هم ویل شوي چې ښایي دا بهیر د جولای تر میاشتې بشپړ شي.

XS
SM
MD
LG