د لاس رسي وړ اتصالات

5G انټرنټ څومره چټک دی؟


اټکل کیږي چې 5G انټرنټ په یوې ميلي ثانیې کې تر ۱۰GBپورې معلومات لیږولی شي.
اټکل کیږي چې 5G انټرنټ په یوې ميلي ثانیې کې تر ۱۰GBپورې معلومات لیږولی شي.

د ځیرک ټلیفونونو د انـترنټ پنځم نسل یا 5G بازار ته راروان دی او لا د وړاندې نه یې په اړه خبرې کیږي. د 5G انټرنټ فعالولو لپاره په ډیرو ځایونو کې کار پیل شوی ده او سږ کال به په ځینو سیمو کې یې خلک تجربه هم کړي خو پوښتنه دا ده چې دغه انټرنټ به څومره چټک وي؟

ددغې پوښتنې ځوابولو لپاره باید ډیرې خبرې په پام کې ونیول شي، لکه کومې کمپنۍ نه انټرنټ اخیستل شوی، کومې سیمې کې کارول کیږي، په کوم ډول موبایل کې کارول کیږي او داسې نور.

کارپوهانو د دغو پوښتنو په پام کې نیولو سره د دغه انټرنټ چټکتیا په یوې ثانیې کې د ۱ جي بي نه نیولې تر ۱۰ جي بي پورې اټکل کړې. ددوي په اند، د معلوماتو د اندازې ډیریدو سربیره به د معلوماتو د لیږد په وخت کې هم کموالی راشي. اټکل کیږي چې دا ځل به د ۱۰GBپورې معلومات په یوې میلي ثانیې کې ولیږل شي.

د انټرنټ د بیلابیلو نسلونو چټکتیا دلته سره پرتله کولی شئ.

​دا مهال په امریکا کې د 4G انټرنټ چټکتیا ۱۶.۳ ایم بي، په برتانیې کې ۲۳.۱ ایم بي ده. سنګاپور د ۴۴.۳ ایم بي انټرنټ په درلودلو د نړۍ تر ټولو چټک انټرنټ لري.

سره له دې چې د انټرنټ اوسنۍ سرعت هم دومره بد نه دی خو کاروونکي به د 5G انټرنټ پر مټ وکولی شي یو ایچ ډي فلم په یوې ثانیې کې ډونلوډ کړي.

د 5G انټرنټ یوه ځانګړتیا دا ده چې په یوه وخت کولی شي په زرهاوو کسانو ته چټک انټرنټ ورکړي یعنې په یوه وخت کې د ډیرو کسانو لخوا استفاده کول یې په سرعت باندې هیڅ اغیز نه کوي.

د 5G انټرنټ راتللو ته لا وخت شته او دا هم معلومه ده چې د راتللو سره به يې کاروونکي داسې موبایلونو ته هم اړتیا ولري چې د ۵ جي انټرنټ په کې کار وکړي.

XS
SM
MD
LG