د لاس رسي وړ اتصالات

آی او ایم: ایران تیرکال ۴۱۵ زره افغان کډوال افغانستان ته اړولي


د آی او ایم اداره وایي په تیر میلادي کال ۲۰۱۸ کې له ایران څخه ۷۷۳ زره افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي وو.
د آی او ایم اداره وایي په تیر میلادي کال ۲۰۱۸ کې له ایران څخه ۷۷۳ زره افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي وو.

د مهاجرت نړیواله اداره وايي، په تیر ۲۰۱۸ میلادي کال کې د افغانستان له دوو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان څخه اته سوه پنځه زره اته سوه پنځوس افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي، چې له نیمايي زیات یې د هغوی د خوښې پرخلاف وطن ته ستانه کړی شوي دي.

د مهاجرت نړیوالې ادارې "آی اوایم" په یو تازه راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ ( مرغومې ۲۰ مه) یې خپور کړی، ویلي، چې په تیر میلادي کال کې ۷۷۳ زره او ۱۲۵ افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي، چې د آی او ایم د ادارې د وینا له مخې ۴۱۵ زره او ۶۰ تنه یې د هغوی د خوښې پرته افغانستان ته اړول شوي دي.

" آی اوایم" وايي، چې له ایران څخه تیرکال افغانستان ته د ستنو شوو افغانانو په شمیر کې د اوړم کال ۲۰۱۷ پرتله ۷۰ فیصده زیاتوالی راغلی وو.

خو د دغې ادارې د شمیرنو پر اساس له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنو شوو افغانانو په شمیر کې برعکس تیرکال ۲۰۱۸ کې د اوړم کال ۲۰۱۷ پرتله ۷۰ فیصده کموالی راغلی وو.

د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت د ویاند مرستیال محمد رضا باهر امریکا غږ اشنا راديو ته وویل، چې د دې ترڅنګ، چې ایران په دغه هیواد کې د قانوني اسنادو نه لروونکي افغان کډوال بیرته افغانستان ته ستنوي، یو زیات شمیر هغه افغانان،چې په دغه هیواد کې یې د یوې مودې لپاره کار کړی او اکثره یې جره اوسیږي، هغوی هم کله، چې غواړي خپل وطن ته ستانه شي، پخپله ایراني پولیسو ته مراجعه کوي او پولیس یې هم افغانستان ستنوي.

په ایران کې څه باندې دوه میلیونه افغانان دیره دي، چې یوازې شاوخوا یو میلیون یې په دغه هیواد کې د اوسیدانی قانوني اسناد لري.

افغان حکومت د ایران له حکومت سره د یوې موافقې له مخې هغو افغانانو ته، چې په ایران کې د اوسیدانې اسناد نه لري، پاسپورټونه ورکوي او ایران بیا هغوی ته د اوسیدانې ویزې ورکوي.

خو په دې برخه کې هم ستونزې شته او په ایران کې میشت یو شمیر افغان مهاجرین د ویزو د اخیستلو په برخه کې د اوږد ځنډ څخه شکایتونه کوي.

د مهاجرنیو او ستنیدونکو چارو وزارت د وینا له مخې لا هم نږدې ۷ میلیونه افغان د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې یا مهاجر دي او یا یې هم پناه اخیستې ده، چې لویه برخه يې په ایران او پاکستان کې ژوند کوي.

دا وزارت وایي، چې په تیرو څلورو کلونو کې نږدې درې میلیونه او دوه سوه زره افغان مهاجر خپل هیواد ته راستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG