د لاس رسي وړ اتصالات

د اپل په شرکت باندې د زړو آیفونونو د سیستم د ورو کلو له امله دعوی شوې


وروسته له هغه چې د اپل شرکت ومنله چې یوکال مخکې یې د سافټویر اپډیټ زاړه ماډل آیفونونه ورو کړي و، د امریکا په ۸ فدرالي محکمو کې په دغه شرکت باندې په دې خاطر دعواوې شوي چې مشتریانو ته له خبرداري ورکولو پرته یې دغه کار کړی.

په دغو حقوقي دعواوو کې ویل شوي چې د آیفون د زړو ماډلونو د سافټویر ورو کولو، تیر کال مشتریان مجبور کړي و چې د حل لپاره یې بیلابیلې لارې ولټوي.

دغه دعواوې د کلیفورنیا، نیویارک او ایلونای د ایالتونو په فدرالي محکمو کې د آیفون د هغو مشتریانو په استازیتوب شوي چې د سافټویر ورو کولو متاثر کړي.

د یوې اسرائیلۍ ورځپاڼې د رپوټ له مخې په دغه هېواد کې هم د اپل په شرکت یوه دعوا شوې.

د اپل شرکت د دغو دعواوو په هکله تراوسه څه نه دي ویلي.

د اپل شرکت تیره هفته د لومړي ځل لپاره ومنله چې له تیرکال راهیسې چې د آیفون ۶، ۶ اس، آیفون اس اي او آیفون ۷ د عامل سیستم لپاره کوم اپډیټونه راغلي داسې یوه ځانګړتیا په کې موجوده وه چې د سړو، زړو او کم چارج لرونکو بطریو د برق جریان ښه کړي.

کوم تلیفونه چې اپډیټ شوي نه و، په ناڅاپي ډول بندېدل.

اپل له هغه وروسته داخبره افشا کړه چې د پرایمټ لبز په نامه د یوه شرکت له خوا چې د آیفون د اجرااتو د ارزونې لپاره یې یو اپلیکیشن جوړ کړي، د ډسمبر په اتلسمه خپور شوي تحلیل کې ویل شوي چې د سافټویر اپډیت کولو، د زړو آیفونونو سرعت کم کړی و.

په سانفرانسیسکو کې په یوې دعوا کې ویل شوي دي چې له کوم نوي سافټویر پرته د پروسسر د سرعت په وړاندې د بطریو نیمګړتیا، یوه نقیصه ده.

په دعوا کې ویل شوي " اپل د دې پرځای چې د بطریو د نقیصې غم وخوري او متاثره شوو آیفونونو ته اضافي بطرۍ ولیږي، هڅه یې کړې چې دغه نقیصه پټه وساتي".

په ځینو نورو دعواوو کې ویل شوي چې مشتریانو ښايي داسې فکر کړی وي چې د تلیفونونو سافټویر یې خراب شوی او د نویو تلیفونو د اخیستو هڅه یې کړي وي، په داسې حال کې چې حقیقي علت یې د بطریو خربوالی و چې په کم مصرف تبدیلیدلی شوای.

XS
SM
MD
LG