د لاس رسي وړ اتصالات

اپل شرکت د ایفون د رمز ماتوونکو ته یو میلیون ډالر جایزه اعلان کړه


د اپل شرکت د تکنالوژۍ د امنیتي برخې هغو کارپوهانو ته چې وکولی شي د آیفون د امنیتي سیستم په ماتولو دغه موبایل خلاص کړي د یو ملیون ډالرو جایزې اعلان کړی ده.

دغه اعلان د امریکا په لاس ویګاس ایالت کې د یو کلني کنفرانس په ترڅ کې شوی چې د آیفون موبایلونو امنیتي سیستم کې د موجودو ستونزو موندلو په اړه پرې بحث شوی و.

په دغه کنفرانس کې پر اپل برسیره ګڼو نورو شرکتونو هم برخه اخیستې وه.

له دغه کار سره د اپل او نورو شرکوتونو موخه تل دا وي چې په غیر قانوني توګه په امنیتي سیستم کې موجودې ستونزې څوک پیدا نکړي.

تر دې وړاندې نورو شرکتونو لکه ګوګل او مایکروسافټ هم ورته جایزه اعلان کړې وې خو د یو ملیون ډالرو ډالی بینظیره ده.

د اپل شرکت به دغه پیسې هغه کس/ کسانو ته ورکوي چې د اپل شرکت د شرایطو په پام کې نیولو سره یو اپل آیفون د هغې د مالک د مرستې پرته خلاص کړی شي.

کارپوهان وایي چې د اپل موبایل امنیتي سیستم له منځه وړل ‎ډیر ستونزمن کار دی.

د مایکروسافټ شرکت وایي چې پّ تیرو څو کلونو کې یې ۴.۴ ملیون ډالره هغو کسانو ته ورکړي چې د دوي په موبایلونو کې موجودې ستونزې یې ور په ګوته کړې وې.

همداراز د ګوګل شرکت هم د ۲۰۱۰ کال راهیسې په دغه برخه کې ۵ ملیون ډالر مصرف کړي دي.

XS
SM
MD
LG