د لاس رسي وړ اتصالات

احمدي نژاد: ایران متمدن دی او د چا وژلو ته ضرورت نلري


احمدي نژاد: ایران متمدن دی او د چا وژلو ته ضرورت نلري
احمدي نژاد: ایران متمدن دی او د چا وژلو ته ضرورت نلري

ایران د امریکا دا تورونه رد کړي دي چې وایی ایران په هغه توطیه کی لاس درلوده چه په امریکا کی د سعودی عربستان د سفیر د وژلو دپاره جوړه شوې وه.

محمد احمدي نژاد نن وویل چې ایرانیان متمدن خلک دي او دې ته ضرورت نه لری چه څوک ووژني.

د ایران ستر روحانی مشر ایت الله خامیني پرون وویل چې د امریکا دغه ادعاگانې بې اساسه او بی معنی دي چه وايي، تهران د قتل په توطیی کی مرسته کړیده.

دغه ستر روحاني مشر په امریکا تور ولگاوه چې په امریکا کې په یو څو تنو ایرانیانو باندې دغسي بې بنیاده تورونه لگول د هغو کوششونو یوه برخه ده چې د ایران د منزوي کولو دپاره کیږي.

تیره سې شنبه، د امریکا د عدلیې وزارت اعلان وکړ چه په امریکا کې یی د ایرانیانو توطعه ، چې د سعودي عربستان سفیر عادل ال ووژني، شنډه کړې ده.

دغو مامورینو وویل، امریکا په دغه توطیه کی په دوه ایرانیانو د لاس درلودلو الزامونه لگولي دي.دغو مامورینو وویل یو مشکوک ایرانی د ایران د ال قدس د قوې غړی دی.

د جمعې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت نطاقې ویکتوریا نولند وویل چې واشنگتن ددغی توطعې په هکله د ایراني مامورینو سره مخامخ خبري کړیدي. میرمن نولند خبریالانو ته وویل، ددې خبرو مقصد دا و چې دا بیخی څرگنده کړي چه امریکا دغه ډول سلوک او د بین المللی قانون سرغړونه ، نه ځغمي.

XS
SM
MD
LG