د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران او اسرائیل سایبري جګړه؛ بایډن منځني ختیځ ته ځي


د ایران اټومي ګواښ به منځني ختیځ ته د جمهور رئیس بایډن د روانې میاشتې د سفر مهمه موضوع وي.

د اسرایلو او ایران تر منځ تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو دی، او دواړو خواوو یو بل ته د وژنو او سایبري بریدونو ګواښونه کړي دي.

ایراني رسنیو دا اونۍ د تل ابیب په میټرو باندې د "لوی سایبري برید" اعلان وکړ. که څه هم په تل ابیب کې لا تر اوسه میټرو نشته خو د يوې نوې مېټرو په جوړولو کار روان دی.

په اسرایلي رسنیو او ټولنیزو شبکو کې بیا د ایران د وسپنې پر فابریکو د بریدونو او د هغه هېواد د اوبو د سیستم د سبوتاژ کولو ګواښونه شوي دي. اسرایلي چارواکو همدارنګه ګواښ کړی چې که څوک ورباندې سایبري برید وکړي نو ځواب به یې ورکوي.

دا د ایران او اسرایلو تر منځ د شخړو او سایبري جنګ وروستۍ بېلګې دي.

د اسرایلو او ایران کړکېچ په داسې حال کې راپورته کیږي چې د نړۍ د قدرتونو لخوا د ایران د اتومي پروګرام د محدودولو لپاره خبرې اتری روانې دي.

ځینې اسرایلي شنونکي د ایران د اتومي ځواک پیاوړتیا د سیمې دپاره خطرناک بولي.

د ملي امنیت کارپوه، ایال پنکو وايي چې د اتومي وړتیا تر لاسه کول به ایران په یوه سیمه ایز ځواک بدل کړي. هغه زیاتوي: "که ایران پوه شي چې اسرایل ورباندې د برید توان نلري، نو دا به سبب شي چې ایران او د هغه متحدین په سیمه کې د تروریستي اړخونو له مخې ډیر یرغلیز حرکتونه وکړي".

تمه کیږي چې د ایران د اتومي پروګرامونو پر سر هوکړه منځني ختیځ ته د جمهور رئیس بایډن د آجنډا په سر کې ځای ولري.

د بار ایلان د پوهنتون پروفیسر ایتان ګیلبوا وايي، جمهور رئیس بایډن ایران ته واضح کړې ده که هوکړې ته غاړه کښې نږدي نو امریکا به په منځني ختیځ کې "د اسرایلو او سني عربي هیوادونو د یو لوی سیمه ایز دفاعي سیستم" ملاتړ وکړي.

د امریکا په ملاتړ، د اسرایلو او د سیمې د څو عربي هېوادونو تر منځ اړیکې عادي شوي دي. جمهور رئیس بایډن به دغه سیمه ییز لوبغاړي د ایران پر وړاندې نورې همکارئ ته وهڅوي.

XS
SM
MD
LG