د لاس رسي وړ اتصالات

ایران په عراق کې د امریکا پر پوځي اډو برید کړی – پنټاګون


د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویلي چې ایران د سه شنبې د ورځې ناوخته (مرغومی ۱۷ مه) له ۱۲ څخه زیات بالستیک توغندي د امریکا او اتئلافي ځواکونو پر پوځي اډو ویشتلي دي.

د عامه اړیکو په برخه کې د امریکا د دفاع وزیر یاور جاناتن هوفمن ویلي چې د توغندیو په دې برید کې لږ تر لږه د امریکا دوې اډې په نښه شوي دي.

د رپوټونو له مخې د ایران د توغندیو په دغو بریدونو کې د عراق د انبار په ولایت کې د عین الاسد په نوم اډه او د کوردستان د خودمختارې سیمې پر مرکز د اربیل ښار کې د امریکا پوځي اډه په نښه شوې ده.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې توغندي له ایران څخه پر دوو پوځي اډو توغول شوي، چې د ممکنه تلفاتو او زیان په اړه پلټنې روانې دي.

ښاغلي ټرمپ لیکلي "تر اوسه هرڅه ښه دي".

ښاغلي ټرمپ په دغه پیغام کې ویلي، چې د امریکا متحده ایالات تر ټولو پیاوړي پوځي ځواکونه لري، چې په ښو وسلو سمبال هم دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت په اعلامیه کې ویلي چې اوس مهال دا وزارت د حالاتو او دغو بریدونو ته د ځواب ورکولو د څرنګوالي په ارزونه بوخت دی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې په سیمه کې به له ټولو لازمو اقداماتو څخه د امریکايي منسوبینو او د دغه هیواد د شریکانو او متحدینو د ساتنې او دفاع لپاره کار واخیستل شي.

د دفاع وزارت په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې په وروستیو ورځو کې د ایران له خوا پیښو ګواښونو او اقداماتو ته په پاملرنې دغه وزارت د خپلو منسوبینو او شریکانو د ساتنې لپاره له وړاندې یو لړ اقدامات ترسره کړي دي.

د امریکا دفاع وزارت دا هم ویلي، چې دغه وزارت په سیمه کې د ایران د رژیم له خوا پر امریکايي پوځي اډو او تاسیساتو باندې د احتمالي بریدونو ترسره کولو دمخه په نښه شوو اډو کې خپل ځواکونه د تیارسئ په حال کې راوستي وو.

ایراني رسنیو د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځواکونو له قوله ویلي چې دغو ځواکونو د قدس د ځواکونو د قومندان قاسم سلیماني د وژلو په غچ کې د " شهید سلیماني" عملیات د " یا زهرا" تر شفر لاندې د امریکايي ځواکونو پر وړاندې ترسره کړي دي او په لسګونو د ځمکې څخه ځمکې ته توغندي یې په عراق کې د عین الاسد په اډه ویشتلي دي.

د عین الاسد اډه په عراق کې د امریکا دوهمه تر ټولو ستره پوځي اډه ده، چې د دغه هیواد په لودیځ کې د انبار په ولایت کې موقعیت لري.

امریکايي ځواکونو په عراق کې د اسلامي دولت یا داعش ځواکونو باندې په بمباریو کې له دغې اډې څخه کار اخیسته.

همدا راز د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځواکونو په اعلامیه کې امریکا متحده ایالاتو ته ګواښ شوی، چې په سیمه کې د میشتو امریکايي ځواکونو له خوا پر ایران باندې برید ترسره شي، تهران به دا اډې په نښه کړي.

د امریکا د متحده ایالاتو د کانګریس رئیسې میرمن ننسي پلوسي ویلي، چې وضعیت له نږدې څاري. میرمن پلوسي د خپل ټویټر په پاڼه په یو پیغام کې د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د میرمن پلوسي پر وینا د " بې دلیله او تحریک امیزو" اقداماتو د پای ته رسیدلو غوښتنه کړې ده. میرمن پلوسي له ایران څخه هم غوښتي، چې تاوتریخوالی دی بند کړي. میرمن پلوسي د خپل دغه پیغام په پای کې لیکلي دي، چې " امریکا او نړۍ یو بل جنګ نشي تحمل کولی".

امریکا د عراق او افغانستان سربیره په شاوخوا اتیا هیوادونو کې پوځي اډې لري.

افغان حکومت د امریکا او ایران ترمنځ د سیاسي لارې د پیښې شوې شخړې د هواریدو غوښتنه کړې ده. جمهور رئیس محمد اشرف غني د ایران د جمهور رئیس حسن روحاني سره او د امریکا د بهرنیو چارو او د دفاع د وزیرانو سره په جلا تیلیفوني خبرو کې د دې لانجې په سیاسي هواري ټینګار کړی دی.

افغان حکومت ویلي، چې هیچا ته به د کوم هیواد پر خلاف د خپلې خاورې د کار اخیستلو اجازه ورنکړي.

XS
SM
MD
LG